په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو لپاره شااوخوا دوه نيم کاله پاته شوي واکمن تحريک انصاف انتخابي اصلاحات دا وخت خپل لومړيتوب ګرځولي دي. حکومت د ټاکنو شفافيت لپاره دا اصلاحات مهم ګڼي خو حذب اختلاف يې مخالفت کوي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې پر اصلاحاتو زيات زور ورکوي او که وشي نو ټاکنې به ورسره رڼې شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي دي.
د افغانستان دا خواهیش وو چې پاکستانیو علماوو چې د ځانمرګو بریدونو او ترهګرۍ په اړه څنګه فتوا جاري کړې همداسې فتوا دې د افغانستان جګړې په باب هم ورکړي.
د بشارت په خبره، دغه ماین پاکان دا ورځې په مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې د ښخو ماینونو په شنډولو بوخت ول.
د مشال مرکه کې مو پروفيسر عبدالوهاب خان مېلمه دی. نوموړی د سوات جهانزيب کالج پرنسپل پاتې شوي او د ماحولياتو لپاره د يوې ټولنې مشري کوي. وهاب خان وايي، چاپېريال پاک ساتل ډېر زيات مهم دي، د دې اثرات پر ژوند وي او خلکو له پکار ده چې د ماحول پاک ساتلو لپاره واړه واړه کارونه پیل کړی او له همدغه وړو کارونو بيا لوی کارونه جوړېږي. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.
په پېښور کې د جون پر اتمه د قبایلي ضلعو د ورکو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، له تېرې څو مودې راهیسې احتجاجونه کوي خو حکومت یې غوښتنو ته پام نه کوي. د نهې ورځې مظاهرې په اړه لا حکومتي چارواکو څه نه دې ویلي خو حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د لادرکه کسانو د پلټنو کمېشن جوړ کړی وو او د کمیشن چارواکي وايي چې اوس هم پر ځینو قضیو کار روان دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.