په پېښور کې د جون پر اتمه د واپډا د ټولې صوبې کارکوونکو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، په صوبه کې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱ز کاله پورې د بجلۍ کار کولو پر مهال د واپډا تر ۳۰۰ زیات کارکوونکي مړه شوي دي چې ځایونه یې لاهم نه دي ډک شوي. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې حکومت دې ژر تر ژر په ۱۴۰۰۰ خالي څوکیو نور کسان وګوماري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
د دې ادارې مشر شهزاده ذوالفقار د جون په اوومه مشال رېډيو ته وويل چې حکومت بايد د خبریالانو خوندیتوب یقيني او د بیان ازادۍ په مخ کې موجود خنډونه ليرې کړي.
د پاکستان بشري حقونو وزيرې د جون پر اوومه نېټه په قامي اسمبلۍ کې په زوره د خلکو لادرکه کولو عمل د جرم ګرځولو قانوني مسوده وړاندې کړه. په مسوده کې په لادرکۍ کې لاس لرونکي کس ته ۱۰ کاله د بند سزا تجويز شوې ده.
د ليکنې تر مخه، د دې کار لپاره له امريکا سره تر ټولو غوره انتخاب د پاکستان د خاورې دی.
په یاده فابریکه چې تر ۷ لکه ډالرو پورې پانګونه شوې، هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال په کې تر سلو تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.
احتجاجیان دا تور ردوي او وايي چې بحريه ټاون ادارہ د نورو ځمکو د قبضه کولو لپاره پخپله خپلو ودنیو او ګاډو ته اور لګولی دی.
د بنو په جانيخیلو کی د یوه مشر تر وژل کېدو وروسته د پیل شوي احتجاجي پرلت سمبالوونکي وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو ډېر ژر د اسلام اباد پر لور د مارچ کولو اعلان کولای شي. د جانیخېلو ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د سیمې یو مشر ملک نصیب خان وواژه. د جون پر اتمه د پرلت نهمه ورځ ده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
خلیلزاد د دویم وار لپاره د خپلو همکارانو په ملتیا پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) مازدېګر په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره کتلي.