د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د مې ۳۱مه د تمباکو د استعمال پر ضد نړیواله ورځ لمانځي. سازمان پروسږ کال ويلي ول چې په نړۍ کې د تمباکو د استعمال له وجې هر کال اته مېلينه کسان مري. د پښتنو په سيمو کې د سېګرېټو ترڅنګ د نسوارو استعمال هم زيات دی. د تمباکو کارونې پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي رپورټ وګورئ.
میر د مې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې پر یوه خبریال د برید پر ضد د مظاهرې پر وخت په وینا کې د پاکستان پر اېسټیبلېشمنټ او استخباراتي ادارو نیوکې وکړې.
په قاهره کې د دې لیدنې پر مهال د اسراییلو او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو له حماس سره د سولې د تړون په غښتلتیابه او د غزې په بیا رغولو بحث کړی دی. د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري په یوه بیان کې ویلي دا خبرې په غزه کې د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره د مصر د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په لړ کې شوي. د اسراییلو د بهرنیو چارو له وزیر ګابي اشخېنازي هم قاهرې ته تر سفر مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و چې دی به له حماس سره د دایمي اوربند پر مسله بحث وکړي او هم به پر دې وغږېږي چې څنګه د بشري مرستو لپاره یوه تګلاره جوړه شي. Читать дальше...
د مشال راډيو له خوا راغونډې شوې شمېرې ښيي چې په بلوچستان کې په تېرو ۱۷ مياشتو کې د ترهګرۍ تر پېښو ټرافيکي پېښې نه يوازې زیاتې شوې بلکې مرګ ژوبله هم بې ساري توګه پکې زیاته ده.