په هند کې د مې پر ۲۴مه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر له ۳۰۰،۰۰۰ لوړ شو. په هغه هېواد کې هره ورځ د کورونا وایرس څه باندې ۲۰۰،۰۰۰ تازه پېښې ثبتېږي. په عین وخت کې ډاکترانو پر ولس غږ کړی چې د ودانیو دننه دې له غونډېدو ډډه وکړي. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په اسلام اباد کې ناڅرګنده وسله وال د خبريال او يوټيوب ولاګر اسد علي طور کور ته ورننوتي او هلته يې په نوموړي تشدد کړی.
د افغانستان په لغمان ولايت کې د يوې اوونۍ تر سختو جګړو وروسته په لسګونو کورنۍ بې کوره شوې دي. افغان ځواکونو طالبان په شا تمبولي او په مهمو ځايونو کې یې نوې پوستې جوړې کړي خو ډېری خلک لا هم خپلو کورونو ته په ستنېدو کې زړه نا زړه دي. په لغمان کې د شدیدو جګړو او د خلکو د کډوالۍ حال د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.
په افغانستان کې زیاتېدونکی تشدد او ورسره له دې هېواده د امريکايي په مشرۍ د نړيوالو پوځیانو د روان کال سېپټمبر مياشتې پورې ممکنه وتنې ایا هېواد ته د کډوالو د ستنېدو پروسې په اړه اندېښنې زېږولي؟ همداراز، ایا د سرتېرو د وتلو بهیر او روان تاوتریخوالی ایا یو ځل بیا افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تګ ته اړ کولای شي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې د هغه هېواد پر خاوره به امریکا پوځي اډې جوړې کړي.
د مې په ۲۵مه، د کډوالو نړیوالې ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په یوه خبره پاڼه کې ویلي چې د سږني کال تر پایه پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه جاري کوي.
د سیند های کورټ چیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر پینځمه د وزیر د ضمانت فیصله محفوظه کړې وه.
په پاکستان کې زده کوونکي په عمومي توګه له کار روزګاره ډډه کوي او د زده کړو ټول لګښت له کورنۍ اخلي. خو په اسلام اباد کې د پوهنتون دوو زده کوونکو بیا برعکس په يوه واړه دوکان کې د چپس خرڅولو کاروبار پیل کړی دی.په دوی کې يوه جينۍ ده، وايي چې خپل تعليمي لګښت پخپله پوره کوي.