د مې پر ۲۱مه، د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره لاریونونه او غونډې وشوې. د واکمن تحریک انصاف سیاستوالانو هم په لاریونونو کې ګډون وکړ او د اسراییلو او فلسطین ترمنځ یې د شخړې د هواري غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۱مه د غزې تړانګې پر وخت د شپې دوه بجې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند عملي شو. د نړیوالو په هڅو دا اوربند د دواړو خواوو ترمنځ تر ۱۱ ورځو جګړو وروسته وشو. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۱۹مه په پېښور کې د خبري غونډې پر وخت د چا نوم ياد نه کړ خو ویې ويل چې له "مافیاګانو" سره د ملي جوړجاړي لنډمهاله قانون "نیشنل ريکنسيليېشن اورډېننس یا اېن ار او" نه خپروي.
چاودنه د مې پر ۲۱مه د جمعې تر لمانځه وروسته پر داسې مهال شوې چې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره د جمیعت علمای اسلام ګوند پلویانو لاریون له مرغې بازاره تېرېده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا اوربند د امریکا، مصر، فلسطینۍ ادارې او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو د هغو پرله پسې هڅو نتیجه وه چې هدف یې د تېرو کلونو په څېر د کړکېچ د دوامداره کېدو مخنیوی وو.
د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د خپل ګوند د پخواني مخکښ سیاستوال او سېنېټر عبدالرحیم خان مندوخېل د څلورم تلین په اړه غونډې ته په وینا کې د افغانستان اوږدمهاله جګړه د افغانانو د توکموژنه وبلله.
د پښین د کلیوالو سیمو اوسېدونکي هر کال د غنمو پخېدو په ورځو کې د غنمو د ګېډۍ مېله کوي. دوی د غنمو وږي پرې کوي، په اور یې پخوي او بیا یې ګډ سره خوري. د ګېډیو مېلې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.