د پاکستان وزيراعظم هم پر دې بيان خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې ده تل بهر مېشتو پاکستانيو وګړو ته د پاکستان د تر ټولو لوی اثاثې په سترګه کتلي دي.
ولس له کراچۍ تر ږوبه د الوتنو پیلولو هرکلی کړی خو غوښتنه کوي چې ورته پروازونه دې له ږوبه تر پېښور او اسلام اباده هم پیل شي.
د مې پر ۱۷مه نېټه په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال د دې هېواد بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وویل چې د وزيراعظم عمران خان په اجازه د مظاهرو اعلان کوي.
د سیف الله پراچه وکيل شبلي سوليوان بینس ويلي چې پر موکل یې د ۱۱م سېپتمبر (۲۰۰۱) بریدونو په سازش کې له دوو کسانو سره دوو کسانو سره د مرستې شک وو.
بېګم نیسم ولي خان د عوامي نېشنل ګوند د بنسټ ايښودونکي خان عبدلولي خان مېرمن او د فخر افغان باچاخان نږور وه، نوموړې درې ځلې د پاکستان د پارلیمان غړې پاتې شوې او اوږده کلونه يې د عوامي نشنل ګوند مشري هم پر غاړه وه.
د کابل د سیدالشهدا ښوونځي زده کوونکو هوډ ښوولی چې د مې د اتمې پر برید سربېره زده کړو ته دوام ورکوي. خو د زده کوونکو کورنۍ یې امنیت ته اندېښمنې دي. د مې پر ۱۶مه د ځینو زده کوونکو کورنیو د یوه پرېکړه لیک له لارې د ښوونځیو امنیت غوښتنه وکړه. چارواکي وايي، حکومت د ښوونځیو پر امنیتي پلان کار کوي. د مې پر اتمه په برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.