د افغانستان حکومت د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو دولسم پاس زده کوونکو ته په خپلو تعلیمي ادارو کې د زده کړو لپاره بورسونه زیات کړي دي. د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د قبایلي زده کوونکو ګمارل شوي استازي زیارمل حمیدي د مې پر ۲۹مه مشال ریډيو ته وویل، د افغان حکومت لخوا اعلان شوی دا پروګرام د خیبرپښتونخوا قبایلي ضلعو هغو زده کوونکو ته د تعلیم جاري ساتلو یوه موقع په لاس ورکوي چې د مالي مشکلاتو له امله سبق ته دوام نه شي ورکولای. هغه وايي: "دا د افغانستان د حکومت لخوا هغه وظیفې دي چې د تعلیم له پلوه وروسته پاتې قبایلي سیمو لپاره دي.
په غزه کې فلسطينيان د ۱۱ ورځو تر جګړو وروسته د کورنيو غړيو له لاسه ورکولو غميزې سره مخامخ دي. په غزه کې د حماس او اسراييلي ځواکونو ترمنځ د ۱۱ ورځو تر نښتو وروسته د مې پر ۲۱مه اوربند عملي شو. د غزه د ګڼو اوسېدونکو استوګنځايونه ويجاړ شوي دي. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې د ټکر پېښه د ۱۹۳۰م کال د مې په ۲۸مه هغه وخت شوې وه چې کله د مردان په ګوجر ګړۍ کې د یو انګریز پوځي افسر تر وژل کېدو وروسته انګریز پوځیان پر ټکر کلي ورغلل. ټکر په هغه وخت کې د خدایي خدمتګارانو د ځینو مشرانو له وجې ډېر مشهور و او په دغه تحریک کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د مردان یو تاریخ پوه او پر تاریخي پېښو او واقعاتو کالم ليکونکي فرهاد خاور د مې پر ۲۸مه، د دغې پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل: "د ۱۹۳۰ کال د مې پر ۲۷مه د مردان په ګوجرو ګړۍ سیمه کې د انګریزانو یو افسر... Читать дальше...
پاکستاني چارواکو د مې پر ۲۹مه خبر ورکړ چې د کورونا وایرس هندۍ بڼه یې موندلې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغلته وار له مخې د کورونا برتانوۍ او جنوبي افریقایۍ بڼې موجودې دي. پاکستاني چارواکي وايي، د کورونا هندۍ بڼه د نورو هغو پرتله زیاته خطرناکه ده. په خیبر پښتونخوا کې د کورونا د څارنې د مرکز مشر ډاکټر اکرام الله د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دا چې د کورونا هندۍ بڼه خطرناکه ده نو ولس له هم ډېر احتیاط پکار دی. هغه وايي: "دلته د هندوستان د کورونا وایرس تشخیص شوی کوم چې د نورو قسمونو په مقابله... Читать дальше...
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له جګړو سره سم، پروسږکال په ۲۲ هغو ولايتونو کې چې هلته کوکنار کرل شوي وو، د جګړې اور هم پسې پراخېږي. دې جګړو د نورو اندېښنو تر څنګ د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه هم اندېښنې پيدا کړي دي. د کورنيو چارو وزارت وايي، سږ کال ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي او يا هم هغه سيمې دي چې هلته غير مسوول وسله وال او زورواکان لاسبري دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق وايي، حکومت پرېکړه کړې چې د غير مسوولو وسله والو په سيمو کې د کوکنارو بوټي په بشپړ ډول واړوي. Читать дальше...
نن د پښتو ژبې ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ په لومړي ځل د ۲۰۱۲م کال د مې پر ۲۹مه په کابل کې د يوې غونډې پر مهال ولمانځل شوه چې ګڼو ليکوالانو، مخورو او حکومتي چارواکو ګډون پکې کړی و. دا ورځ تر هغه وروسته لمانځل کېږي کله چې په کابل کې د ۲۰۱۰م کال د جولای پر ۱۰مه د يو پښتو کنفرانس پر مهال پښتو کمپيوټر پوه نور رحمان ليوال وړانديز کړی و چې د پښتو ژبې لپاره دې ورځ ځانګړې شي. تر هغه وروسته د ليکوالانو او نورو مخورو د سلا مشورو په نتيجه کې د مې ۲۹مه (د غبرګولي اتمه) د پښتو ورځ وټاکل شوه ځکه د هغوی په وينا په... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا د کنټرول قامي مرکز ویلي، په ټول ملک کې هغو ښوونکو (استادانو) ته د کورونا واکسینو ورکولو لړۍ د مې پر ۲۹مه پیل شوې چې عمرونه یې ۱۸ کاله یا له دې پورته دي. خو دا مراعت یوازې استادانو ته دی، د ژوند د نورو طبقو خلکو لپاره حکومت بل مهال وېش ټاکلی دی. د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د مې په ۲۸مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کورونا د کنټرول قامي ادارې په غونډه کې دغه پریکړه شوې ده چې د مې له ۲۹مې نېټې نه به ۳۰ کلنو او یا هم له دې د پورته عمر کسانو ته د کورونا واکسین ورکول کېږي.... Читать дальше...
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې پر يو خبريال د بريد پر ضد د خبريالانو اتحادېې او د بشري حقونو فعالانو د مې پر ۲۸مه احتجاجي مظاهره کړې ده. مظاهرچيانو له حکومته د بريد د رڼو پلټنو غوښتنه کوله. د احتجاج کوونکو وينا وه چې په دې وروستيو کې په اسلام اباد کې پر خبريالانو د بريدونو پېښې زياتې شوې دي۔ بلخوا حکومت ويلي چې د پېښې پلټنې يې روانې دي او نتيجې ته نيږدې شوې دي. نور حال د عمران يونس او ځلاند يوسفزي په ويډيويي راپور کې.
په بوسنیا کې په زرګونه ناقانونه کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې په کیمپونو کې دي خو ځینې د کروېشیا پولې ته نېږدې په شاړو کورونو کې اوسي. په کډوالو کې زیاتره افغانان دي چې وخت په وخت د کروېشیا له لارې غربي اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي خو کروېشیايي چارواکي یې بوسنیا ته ستنوي. د دې کډوالو د ژوند حال د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.