د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن، د خبريالانو وفاقي اتحادیې او د پاکستان د وکيلانو تنظيم په ګډه اعلاميه کې د رسنيو د پرمختيا په نامه حکومتي ارډیننس "مطبوعاتي مارشل لا" بللې ده. دوی د مې پر ۲۸مه په اعلامیه کې زیاته کړې چې په دې ارډېننس سره به د پاکستان حکومت د هېواد پر رسنيو خپل کنټرول لا هم سخت او وګړي معلوماتو ته د لاسرسي له اييني حقه محروم کړي. دوی اندېښنه ښوولې چې حکومت پلان لري له ميډيا او پکې د کارکوونکو له حقونو سره تړلي وار له مخه جوړ ټول قوانين ختم کړي او د رسنيو د کنټرول بشپړ اختيار... Читать дальше...
افغان حکومت د امریکا له دې پرېکړې چې په خپل کلني بجټ کې یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۳۰۰ مېلیونه ډالره زیات وړاندیز کړي، هرکلی کوي. امريکايي ولسمشر، جو بایډن د مې په ۲۸مه کانګرس ته د شپږ ټرېلينه (۶،۰۰۰ اربه) کلنی بجټ وړاندې کړ. د امریکا د دفاع وزارت ترمخه په دې کې ۷۱۵ بېليونه ډالر پوځي بوديجه ده چې ۳،۳ بېلیونه یې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې دي. دا د تېر کال په پرتله ۳۰۰ مېلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.تېر کال دا مرسته نږدې درې میلیارده ډالره وه. د امریکايي ولسمشر پر بجټ به... Читать дальше...
حکومتي چارواکي د اپوزیشن مظاهرې سياسي چل ګڼي او دريځ لري چې د درغليو په کېسونو کې له سزا بچ کېدو لپاره یې شور جوړ کړی دی.
له پاکستانه د خلیج ځینو هېوادونو ته ته د الوتنو تر لغوه کېدو وروسته پاکستاني کارګر اړ شوي چې د افغانستان له لارې دا سفر وکړي. په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښو تر زیاتېدو وروسته، له هغه هېواده ډېری پراوزونه لغوه شول، خو له افغانستان سره د نورو هېوادونو الوتنې د کورونا وایرس پېښو پر زیاتېدو سربېره روانې دي. په دې اړه د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ چې احمد تکل پښتو کړې.
اسد عمر د مې پر ۳۰مه پر ټوېټر ليکلي چې په هېواد کې په مجموعي توګه تر اووه میلیونه کسان واکسين شوي دي او د دې ترڅنګ د کووېډ-۱۹ واکسين لپاره د نوم ليکنې شمېر هم په دوامداره توګه لوړېږي.
په البانيا کې نرښځيان وايي، په محافظه کاره ټولنه کې يې ژوند ډير ګران دی. د يو راپور ترمخه په البانيا کې ۹۴ فيصده خلک له نرښځيانو يا هم جنس صفته کسانو سره مرسته نه کوي. د البانيا حکومت ۱۰ کاله مخکې د جنس پر بنياد د توپيري چلند مخنيوي قانون منظور کړی و. ويډيو: فرانس پريس اژانس