سیګار د یوناما هغه اټکل ته اشاره کړې چې وایي، د امنیتي ملحوظاتو له امله د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدل تر درې مېلیونه پورې افغانان له اړینو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي دي.
هند د کورونا وایرس وبا له وجې د ناورين ترڅنګ اوس د سمندري توپان د زیانونو سره هم مخامخ دی. د مې تر ۱۹مې د تېرو دوو ورځو بارانونو او سيلۍ په هند کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او په سلګونو کورنۍ یې بې کوره کړې دي. د هند په ګاونډي پاکستان کې د کراچۍ هغه اوسېدونکي هم له دې توپانه زيانمن شوي چې د سمندر پر غاړه مېشت دي. د هند پوځ په ځينو سيمو کې د هېلېکاپټرو له لارې خلک خوندي ځايونو ته رسولي خو لا هم ځينې خلک د ژغورنې په انتظار دي. نور حال یې د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د سوات کروندګر وايي، د مې پر ۱۳مه ږلۍ یې د شفتالانو حاصلات خورا زیات زیانمن کړي دي. د کرنې ادارې چارواکي وايي، باغوانانو ته تر ۳۵ کروړه روپیو زیات تاوان رسېدلی چې حکومت یې د پوره کولو توان نه لري. ویډيويي رپورټ.