د کابل ښار د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې چاودنه نن (مې اتمه) د کابل په ۱۳مه ناحیه کې سیدالشهدا ښوونځي ته نيږدې شوې چې تر دې دمه يې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلې او تر ۵۰ زيات ژوبل کړي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي: "په نننۍ چاودنه کې تر دا مهاله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي، خو د اوس لپاره د تلفاتو دا شمېرې د تغییر په حال کې دي." بلخوا عيني شاهدانو ويلي چې درې پرلپسې... Читать дальше...
د مسلم لیګ نون ډلې ویاندې مریم اورنګزېب رسنیو ته ویلي، دا پر دې سربېره ده چې د اېف ايي ای دوه غړي د مې پر اوومه هلته ناست وو چې د لاهور های کورټ شهباز شریف ته علاج لپاره د تګ اجازت ورکړ. نوموړې ویلي چې عدالت د هغه پرواز نمبر لا یاد کړی و چې شهباز شریف به پکې قطر او له هغه ځایه لندن ته سفر کولو.
دا اوونۍ اورئ چې د پاکستان د قامي شاعر علامه اقبال شاعري چینایۍ ژبې ته وژباړل شوه، په کراچۍ کې مېشت شاعر ماښام خټک نه به د مساپرو ماښامونو حال واخلو. د میکسیکو د یوې معاصرې شاعرې هیمینیا ګونزېلېز د یو نظم پښتو ژباړه مو درته کړې او د زما داغستان کتاب یوه بله برخه هم په پښتو کې درته وړاندې کوو.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې امریکا او دغه راز ناټو ځانګړو استازو برلین کې تر غونډې وروسته د مې پر اوومه په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
د پاکستان سرکاري راډيو خبر ورکوي چې عمران خان د سعودي ولې عهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د هغه هېواد سفر کوي. وزيراعظم د سعودي ولي عهد سره پرون په جده کې ملاقات وکړ. په ملاقات کې د بهرنيو چارو وزير او د پوځ د مشر په ګډون د کابيني ځيني وزيران هم شامل وو.
په پښین کې د موسمي بدلون له کبله د انګورو باغونه سخت اغېزمن شوي. د کرنې ادارې په وینا چې د یادې سیمې ۳۰ سلنه د انګورو ملوې یا تاکان وچ شوي دي چې وجه یې په ژمي کې پرله پسې وچ یخ وو. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.