د کمکي اختر په مناسبت ګڼو پښتنو هنرمندانو خپلې نوې سندرې ریکارډ کړي چې ځینې یې د تلویزونونو او ځینې هم د ټولنیزو رسنیو او په ځانګړي ډول د یوټیوب له لارې خپروي. دغه هنرمندان وايي، پخوا به یې په اخترونو کې کیسټې خپرولې خو اوس هغه دور ختم شوی او یواځې یوه یوه سندره خپرولی شي. د پښتو ولسي سندرغاړې زرڅانګې د ای سربازه یاره سندره په نوې موسیقۍ خو زاړه کمپوز کې دوباره ویلې ده. دا سندره پخوا د افغانستان راډیو تلویزون لپاره بخت زمینې ویلې وه. زرڅانګې مشال راډیو ته په دې اړه داسې وویل: "د افغانستان... Читать дальше...
د اختر لومړۍ ورځ هم له ورته چاودنو سره مله وه. په دې ورځ لږ تر لږ ۱۱ ملکي وګړي د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي وو.
د ملي امنیت سلاکار د دغو څرګندونو پر مهال وویل چې ۱۸۰ کاله مخکې واک ته د رسېدو په خاطر شاه شجاع یوه معامله وکړه او پر اساس یې پېښور د افغانستان له لاسه ووت.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز بېګا وویل، واکسین شوي کسان د ودانیو دننه د ماسک نه په مخ کولو او په زیاتره ځایونو کې د ټولنیز واټن نه مراعتولو اجازه لري.
مکرون بېګا پر فېسبوک په بیان کې لیکلي چې د اذربایجان ځواکونو ((پر ارمنۍ خاورې حمله کړې او باید په سمدستي توګه له سیمې ووځي.))
دا په داسې حال کې ده چې د مصریو مرکچیانو پر هڅو سربېره، د دواړو خواوو ترمنځ جګړې زور اخیستی. د وسله والو ځینې راکټونه د مې پر ۱۳مه د تل ابیب تر سیمې ورسېدل او په اسراییلۍ بمبارۍ کې درې لوړې ودانۍ ړنګې شوي چې د هغه هېواد په وینا، د حماس ډلې عمارتونه ول چې پکې یوه استخباراتي وداني هم شامله وه.
چارواکي وايي، د مې پر ۱۳مه په کندهار، کندوز او غزني ولایتونو کې د ځمکلاندې بمونو د چاودنو ښکار ټول ملکي وګړي ول.