د پاکستان د قامي اسمبلۍ د صنعت او پيداوار د قایمه کمیټۍ مشر او د پیپلز ګوند غړی ساجد حسین توري او د اقتصادي چارو ځینو پوهانو د منصوبه بندی وزارت هغه راپور رد کړی چې وايي، روان مالي کال کې د هېواد اقتصادي ودې شرح ۳,۹۴ فیصده وه. یاد وزارت د مې پر ۲۱مه په راپور کې چې د زراعتو په شعبه کې ۲،۷۷ فیصده، په صنعت کې د ۳،۵۷ فیصده او د خدماتو په شعبه کې د ۴،۴۳ فیصده وده د دوی د مخکینیو اندازو نه زیاته ده. خو بیا د پیپلز ګوند غړي ساجد حسین توري د می پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل چې د حکومت د اقتصادې ودې د شرحې... Читать дальше...
لانګ وار ژورنال وېب پاڼې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د ویشل شوېو سیمو په اړه یوه نقشه خپره کړې ده چې په وینا یې د افغانستان په سلو کې ۱۹ برخه خاوره په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده. لانګ وار ژورنال چې یو امریکايي خبري وېب پاڼه ده او په نړۍ کې د جګړو او ترهګرۍ په اړه راپورونه خپروي وايي، دا نقشه یې د هغو معلوماتو پر بنسټ چمتو کړې چې له پرانېستو سرچینو لکه د رسنیو له راپورونو، د حکومتي ادارو او طالبانو څخه یې ترلاسه کړي دي. په لانګ وار ژورنال کې په افغانستان کې... Читать дальше...
د جنوبي وزیرستان پولیسو هغه دوه تنان نیولي چې د برمل تحصیل د رغزۍ د یوې پېغلې په کور یې "غږ" کړی و. د پولیسو ترمخه دغه پېښه د روان کال د مارچ په اتمه هغه وخت په ټانک ضلع کې شوې وه چې کله د رغزۍ دوو اوسیدونکیو د زېنب بي بي په نوم د یوې نجلۍ د کور مخې ته ډزې وکړې او غږ یې وکړ چې دغه نجلۍ د دوی ده. د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د می پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، دوی په سیمه کې د داسې پېښو خلاف سخت ګامونه پورته کوي: "د رغزۍ سیمې ځینو تنانو د زینب بي بي د کور مخې ته ډزې وکړې او د غږ د فرسوده رسم ترمخه یې وویل چې زېنب به دوی ودوي. Читать дальше...
پاکستان د کورونا وایرس د قابو کولو لپاره د بهرنیو واکسینو د ورکولو د بهیر ترڅنګ پخپله هم د واکسینو جوړولو چارې نږدې بشپړې کړې دي. د صحت قامي وزارت پارلیماني سکرترې نوشین حامد د مې پر ۲۱مه، په یوه غونډه کې قامي اسمبلۍ ته وویل چې په هېواد کې د کورونا وایرس واکسینو جوړېدل پیل شوي دي. هغې وویل چې د "کېن ساینو" واکسین د صحت قامي اداره کې د جوړېدو په مرحله کې دي چې د روانې میاشتې په پاې کې به خلکو ته لګول شروع شي. د واکسینو ورکولو بهیر: بل پلو، د مې پر ۲۲مه، په پاکستان کې، هغو کسانو ته د کورونا... Читать дальше...