د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن ( د مې پر ۲۸مه) د نوښار په رشکۍ کې د ځانګړې اقتصادي زون افتتاح وکړه. رشکۍ اقتصادي زون د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې جوړېږي. په نوښار کې د پرانستې دستورې ته په وينا کې وزيراعظم عمران خان وويل چې رشکۍ اقتصادي زون د سيپيک (چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ) برخه ده او دا به په سيمه کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي. وزیراعظم عمران خان وویل د ملک ترقي یې په صنعتي کولو کې ده. د چین له پرمختګه پاکستان ډېر څه زده کولای شي، ځکه چې د چین ترقي نوې او اوسنۍ ده. د اقتصادي... Читать дальше...
د پاکستان د خبريالانو فيډرالي اتحاديې مشر شهزاده ذوالفقار وايي دا د قانون پلي کوونکو او امنيتي ادارو کار دی چې نامعلوم کسان معلوم کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا په غزه کې د وروستۍ شخړې او د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو خلاف د 'منظمو سرغړونو' د دایمي نړیوالو پلټنو پیلولو لپاره رایې ورکړې. د مې ۲۷م (پرون) پرېکړه لیک په حق کې ۲۴ او په مخالفت کې یې نهو هېوادونو ووټونه وکارول، خو ۱۴ هېوادونو له رایو اچولو ډډه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د جېنیوا مېشتې شورا مشرې غونډې ته وویل چې اسراییلي پوځ ښايي په غزه کې جنګي جرمونه کړې وي او دا چې پر تړانګه د حماس واکمنانو پر اسراییلو د توغندیو په ناتاره بریدونو، د نړیوال بشري قانون سرغړونه کړې. Читать дальше...
په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال له امريکا او ناټو ځواکونو سره کارکوونکي افغانان وېره لري چې د نړيوالو پوځیانو تر وتلو وروسته يې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.
ګل مینې په ۱۲م جماعت کې سبق ویلو او پر یوې نجلۍ د غږ/ږغ له دوده نه وه خبره. دې دود ته د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې 'اړه' ویل کېږي.
په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال له امريکا او ناټو ځواکونو سره کارکوونکي افغانان وېره لري چې د نړيوالو پوځیانو تر وتلو وروسته يې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي. دغه پخواني کارکوونکي، چې زياتره يې ژباړونکي دي، وايي چې بهرنيان دې یې يوازې نه پرېږدي او له ځان سره دې بوځي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې وسله والو د مې پر ۱۹مه په شکارپور کې د دوو وزیرستانیو ټرانسپورټرانو په ګډون ۱۲ کسان وتښتول.