د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي ښه به ويچې د پاکستان حکومت د خپلو وګړو تر څنګ ثبت شوو او غير ثبت شوو افغان کډوالو ته هم د کورونا وایرس واکسين وکړي ځکه چې دا وایرس هر چاته لګېدلی او له هر چا خپرېدلی شي. د دې ادارې ترمخه، په پاکستان کې دا مهال د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴ لکه او د ناراجسټر هغو څه د پاسه اته لکه دی. د دې ادارې مرکزي وياند قيصر اپريدي د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت تېره اپريل مياشت کې ويلي وو چې د خپلو وګړو ترڅنګ به راجسټر افغان کډوالو ته هم د کووېډ ۱۹ ناروغۍ واکسين لګوي. Читать дальше...
د افغانستان په خوست ولایت کې د ۴۲ کلينيکونو ډاکټرانو د مې په ۲۳مه د احتجاج په توګه کاربندیز اعلان کړ. دوی واييله څلورو میاشتو راهیسې ورته تنخا نه ده ورکړل شوې او له ۲۹ میاشتو راهیسې يې قراردادي ادارو سره خپل پاتې شل سلنه معاشونه هم نه دي ترلاسه کړي نو ځکه په احتجاج دي. له احتجاج کوونکو څخه ډاکټر صدیق الله منیب مشال رېډيو ته وويل: ((هغه درمل چې دوی موږ ته رالیږي، ډیرې بې کیفیته دي او ناروغانو باندې يې هیڅ مثبت تاثیر نه لري. زموږ تنخاوې هم نه دې راکړل شوي او کلينيکونو مو ارتقا هم نه ده کړې نو ځکه... Читать дальше...
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې له کورونا وایرسه ۷۴ کسان مړه شوي دي. په دې سره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د ټولو مړو شوو شمېر شل زره دوه سوه يو پنځوسو (۲۰۲۵۱) ته ورسېد. د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د مې ۲۳مې پورې، په ټول پاکستان کې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر نهه لکه پنځه سوه دوه پنځوسو (۹۰۰۵۵۲) ته رسيدلی دی. خو له کوويډ-۱۹ ناورغۍ اته لکه ولس زره شپږ سوه يو اتيا (۸۱۷۶۸۱) کسان رغيدلي هم دي. دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونو شمېر دوه شپته زره شپږ سوه شل (۶۲۶۲۰) ښودل شوی. Читать дальше...
په خوست کې د کتاب اوونۍ لمانځل کېږي او په هم دې پلمه، یاد ولایت کې، د کتابونو نندارتون پرانېستل شوی. په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه بیلابیل کتابونه نندارې او په ټيټه بیه خرڅلاو ته اېښودل شوي دي. د خوست روڼ اندي او فرهنګیان خوشاله دي چې هلته د کتاب لوستنې فرهنګ په غوړیدو دی. نور حال د نجیب الله الوخیل په وېډيويي رپوټ کې