چارواکي او شنونکي وېره ښيي د ۲۰۲۱ز کال تر سېپټېمبره له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته القاعده له نورو وسله والو ډلو سره یو ځای افغان حکومت او پاکستان ته ګواښ پېښولای شي.
د دغه وزارت سرپرست یاسین ضیا د اپرېل پر ۳۰مه د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې ممکن بهرنیان سبا په هلمند کې د شورابک اډه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپاري.
د اپرېل پر ۲۹مه په منظور شوي دې قرارداد کې سپارښتنه شوې چې ترڅو پاکستان د توهین مذهب قوانینو او تر دې قوانینو لاندې نیول شويو دوو کسانو شګفته کوثر او شفقت ایمانول مقدمو ته بیا کتنه نه وي کړې ، باید د کاروبار لپاره ورته اسانتیاوې ورنکړل شي.
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي د مې پر لومړۍ نېټه له مشال سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې نېږدې روغتیایې مرکزونو ته ورشي او کورونا واکسین واخلي.
د افغانستان د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې موټر بم بريد لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د لوګر ولايت رسنيو مرکز په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د اپرېل پر ۳۰مه روژه ماتې مهال شوې دې بريد کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ټپي شوي دي. ويډيو: اسوشيېټيډ پرېس اژانس په وي
په تېرو کلونو کې به د ننګرهار په هغو ولسواليو کې سزی کرل کېده چې ډېرې اوبه یې لرلې، خو په دې وروستيو کلونو کې چې په اکثرو ولسواليو کې د مرستندویه نړیوالو موسسو په مرسته کاناليزسیون او د اوبه خور سستمونه تر یوه حده جوړ شوی، نو په اکثرو ولسواليو کې کروندګرو پر خپلو خمکو سبزیجات کرلې دي.
د سیند وزیراعلا مراد علي شاه وویل چې د دې پرېکړې تر کولو وړاندې یې په دې اړه د نورو صوبو حکومتونه هم خبر کړي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا پوله به د مې له دریمې نېټې په شپه او ورځ کې ۱۸ ساعته او په اونۍ کې ۷ ورځې بې له ځنډه پرانستې وي.
په اسلام اباد کې د خېر ښېګړې يو سازمان د روژې لپاره له يو شمېر نرښځيانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د سازمان مشران وايي چې په روژه کې د عامو ورځو پرتله نرښځيان له زياتو ستونزو سره مخامخ کېږي. په دې اړه ويډيويي راپور وګورئ.
د پاکستان کانکیندونکیو اتحادیې په وينا شانګلې ته اوسطا هره میاشت د کانکیندونکيو له درېوو تر پينځو پورې مړي راوړل کېږي.
د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې موټر بم برید شوی دی چې پکې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپي شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل چې دا چاودنه د طالبانو کار دی. نوموړي زیاته کړه چې د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي. خو د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.