د پېښور سوداګرو د مې پر اوومه په قصه خواني بازار کې د حکومت هغه پرېکړې پرضد احتجاجي مظاهره وکړه کوم کې چې حکومت د مې له اتمې ځخه تر ۱۶مې نېټې پورې په ټول ملک کې د ټولبند اعلان کړی. دوی وايي، دغه ټولبند به کاروبارونه ختم کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
خبر د پاکستان په ځینو رسنیو کې د عاجل خبر یا د برېکننګ نیوز په توګه نشر شو. په ټولنیزو رسنیو هم د واکمن ګوند لخوا داسې خبرې روانې دې چې ګنې په وزیراعظم عمران خان د کار فشار دې او یا هغه کار کولو ته نه پرښودل کېږي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې محسن داوړ وویل چې سیمه یوځل بیا د بېکرارۍ لور ته روانه ده، خو دوی ته په پارلیمان کې په دغه موضوع د خبرو موقعه نه ورکول کېږي.
اوکراين له امريکا څخه د هوايي دفاع نظام، د نښه ويشتونکو ټوپکونو ضد ټېکنالوجي او په احتمالي ډول د پېټرياټ توغنديو ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان حکومت تر فيصلې وروسته د دې هېواد له افغانستان او ايران سره پولې تړل شوې دي. دا اقدام په دې هېواد د کورونا وبا په تېزۍ سره د خپرېدو د مخنيوي په خاطر پورته کړل شوی دی. په دې اړه فرانس پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.