په دې حلقه د اپرېل پر ۲۹مه ټاکنې شوې وې چې د غیرحتمي نتیجو له مخې پکې د پاکستان پيپلز پارټۍ قادرخان مندوخېل بری ترلاسه کړی و. خو د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند مفتاح اسماعیل هغه نتیجه نه وه منلې او د انتخاباتو کمېشن ته یې درخواست کړی و چې ووټونه دې دوباره وشمېرل شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير نجیب الله علي خیل د مې پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د نوي پاليسي په بنسټ د ویزو ورکول د مې مياشتې له درېيمې نېټې څخه پیل شوي دي.
عمران خان پخواني جسټس امان الله یاسینزي ته لیکلي چې دوی یې د کار ستاینه او مننه کوي خو بدلېدونکو سیاسي حالاتو ته په کتو غواړي چې د صوبې ګورنر بل نوی کس وټاکي.
په میکسیکو کې د میټرو ریل ګاډي په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. د مې پر درېیمه د شپې مهال د دغه هېواد په میکسیکو ښار کې د میټرو پل په سړک غورځېدلی چې لاندې یې ګاډي هم ګیر کړي دي. چارواکي وايي په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۳۹ کسان ژوبل شوي هم دي او له ملبې د نورو مړيو یا ژوبلو د ایستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
ډاکټر محمد اشرف غني د مې پر څلورمه نېټه په ارګ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دوی ټول سوله غواړي ځکه دا داسې يو بنيادي حق دی چې پاته نور ټول حقونو ورباندې ولاړ دي.
د ازادې اروپا راډيو مشر جېمي فلای د مې په درېيمه نېټه ويلي چې په هغو ۲۳ هېوادونه کې چې دوی ورته نشريات کوي د رسنيو ازادي تر سخت فشار لاندې ده او دا فشار د ازادې اروپا راډيو د خبريالانو او نشرياتو پرضد له فعاليتونو څخه څرګند دی.