ټولنیزې رسنۍ لکه ټیکټاک، انسټاګرام، فېسبوک، یوټیوب او ځینې نورې هغه د ننني ځوان کهول مهم ساعتېری ګرځېدلی دی. نجونه او هلکان د خپلو ویډيوګانو د مشهورولو پر وخت کله نا کله په ناپامۍ کې خپل سر وبایلي. همداسې پېښه په دا وروستیو کې په سوات کې وشوله چې یو ځوان د ټیکتاک لپاره د ویډيو اېستلو پرمهال ډکه تمانچه خپل سر ته نیولې او ډز ترې شوی وو او پر هم هغه ځای مړ شو. د سوشل میډیا استعمال څنګه پکار دی؟ او په دغه اړه د دوي قانوني او اخلاقي ذمه وارۍ څه جوړیږي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو کوربه شاهین بونیری... Читать дальше...
په لوګر کې د ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب او فرهنګ د مینه والو په ګډون د سنځل ګل پنځلسمه دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه. په دې مشاعره کې چې له یاد ولایت سربیره د څنګ لورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو هم په کې برخه اخیستې وه، ډېریو شاعرانو په کې د افغانانو په مینځ کې د سولې او یووالي د اړتیا او د جګړې د ناخوالو په باب برابر کړي شعرونه ولوستل. د دوشنبې په ورځ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریس عبدالرحمان تسل مشاعره مشال راډيو ته د سنځل ګل مشاعرې په باب وویل: ''موږ په لوګر کې له ۱۵ کلونو راهیسې دا دودیزه... Читать дальше...
دغه کورنۍ تر هغه وروسته د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ له سقوط وروسته وړمه شپه طالبانو د مهترلام پر زندان او شااوخوا پوستو پراخ بریدونه پيل کړل.
د برما مشرقي رياست شان کې د ځايي ملېشا او پوځي جنتا سرتېرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې له کبله يې زرګونه خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په برما کې پوځ د سږ کال فبرورۍ پر لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د انګ سان سوچي په مشرۍ حکومت يې ړنګ کړ چې پرضد يې په هېواد کې پراخې مظاهرې پیل شوې. په دې اړه د ازادي اسيا راډېو ويډيويي رپورټ اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
د اسټرېلیا وزیراعظم سکاټ موریسن د مې پر ۲۵مه په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې به سفارتخانه د مې پر ۲۸مه وتړي
په ۲۰۱۶ز کال د مې میاشتې پر ۶مه نېټه پولیسو د مشتاق ریساڼي پر کور چاپه وهلې وه چې د پولیس په وینا ۶۴ (څلورشپته کروړه) روپۍ، سره زره، نوره ګاڼه او قیمتي موټران یې ترلاسه کړي ول.
اییر فرانس، فېن اییر او سینګا پور اییر لاینز د مې پر ۲۵مه پر بېلا روس بره تېرېدونکې پروازونه وځنډول.