خلیلزاد په ټویټر کې د سولې د خبرو په چټکتیا ټینګار کړی، چې د ده په وینا دا بېمانا جګړه پای ته ورسېږي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مې پر اوومه نېټه د سعودي عرب ته تللی وو چې هلته يې له سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات کړی وو. د دې سفر پر مهال دواړو هېوادونو ځينې تړونونه هم وکړل. د عمران خان تر سفر له مخه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه سعودي عرب ته تللی وو. دا سفرونه په داسې حال کې شوي چې په دې وروستيو کې د رياض او اسلام اباد تعلقات د کشمېر لانجې پر سر لږ څه خراب شوي ول. د عمران خان د دې سفر ارزښت، لاس ته راوړنې او د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کې د شته چېلنجونو په اړه د مشال... Читать дальше...
که څه هم د پوهنتون انتظامیه وايي، چې د پروفیسر ډاکټر امیرالله خلاف د جنسي ځورونې د شکایت معامله یې چانسلر او د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ته وړې ده خو د جنسي ځورونو تور لګوونکې وايي که د صوبايي محتسب فیصله عملي نه شي نو یادې پېښې به نورې هم سېوا شي.
اسراییلي وزیراعظم بینیامین نتن یاهو خبرداری ورکړی چې حماس د مې پر ۱۰مه پر بیت المقدس د راکټونو په توغولو سره تر سرې کرښې اوښتی دی. دا له هغه څو ورځې وروسته ده چې له الاقصی جومات سره نږدې د فلسطیني مظاهره چیانو او اسراییلي پولیسو ترمینځ نښتې شوې چې په نتيجه کې یې ګڼ فلسطینیان ژوبل شوي دي.
دا ډول جوماتونه او د فاتحو سالونونه د افغان ولسمشر په لارښوونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي، چې د یوې اوونۍ په موده کې به د ټولو پرانیسته وشي.
دا له هغه څو ورځې وروسته ده چې له الاقصی جومات سره نږدې د فلسطیني مظاهره چیانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې وې.
د متحده عرب اماراتو د بېړنيو حالاتو او د ناورينونو نظم ادارې د مې پر ۱۰مه پر خپله وېب پاڼه لیکلي چې دا فېصله یې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر کړې ده.
د چارسدې سرکي سیمه د خیبر پښتونخوا تر ټولو زیات ځمکني توت (سټرابري) پیدا کوي. کروندګر وايي، د موسمي بدلون له کبله یې حاصل کم شوی او د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره محدودیتونو یې هم کاروبار خراب کړی دی. په منډیۍ کې هم کاروباریان وايي، د ځمکني توت بیه ټیټه ده چې له وجې یې له تاوان سره مخامخ دي. ویډیويي رپورټ.