بیا يو وخت داسې هم راغی چې په ۲۰۰۶ز کال کې عوامي نیشنل ګوند د اختلافاتو ښکار شو او هغه "فولادي ښځه" د خپل زوی اسفنديار ولي خان په مشرۍ مرکزي مجلس عاملې له ګونده وایسته.
د افغانستان پکتیا ولايت ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې د امنیت ښه کولو او پرمختيايي پروژو پلي کیدو ته پاملرنه ډېره کړي. دوی وايي په دې ولسوالۍ کې نا امنیو او د کارونو نشتون د خلکو ژوند او چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي محمد دوست د مې په ۱۵مه مشال راډیو ته وویل: ((پروژې خو له یوې مخې نشته، کارونه بند دي، کاروبار بیخي خراب دی. د ولسوال دلاسه هم څه نه کیږي چې موږ سره مرسته وکړي یا کاروبار راته پیدا کړي، خو بس شپې ورځې دي، سره تیروو يې.)) ... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وایرس د کنټرول مليادارې اعلان کړی چې د نوو کېسونو د کمېدو له وجې اوس دکانونو ته اجازه ورکوي چې د شپې تر اتوو بجو پورې پرانیستي پاتې شي. د مې په ۱۵مه دې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويليچې همداراز به د صوبو او ښارونو ترمنځ به د موټرو تګ راتګ ته د مې له شپاړسمې څخه اجازه وي. دا بندیز د اختر په ورځو کې لګول شوی وو. همداراز د بندیزونو د نور نرمولو په ترڅ کې حکومت اعلان کړی چې په سرکاري دفترونو کې به نيمايي کسان کارکوي. خو د خلکو په ډېرې ګڼې ګوڼې به بندیز دوام لري. په دې کې د... Читать дальше...
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په اختر کې د درې ورځني اوربند په مهال د کمو حملو وروسته اوس جګړې بيا زیاتې شوې دي. د افغانستان دفاع وزارت وايي طالبانو په ۱۸ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي، خو دا وزارت د جګړې له کبله د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهوايي. د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د مې په ۱۶مه مشال رېډيو ته ويلي چې طالبانو د درې ورځني اوربند تر اعلان وروسته اوس يو ځل بيا حملې ډېرې کړې دي. د هغه په وينا طالبانو د اختر په ورځو کې هم د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ۲۱ ملکیان وژلي او له ۳۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. Читать дальше...
د پاکستان حکومت وايي په تېرو ۲۴ ګينټو کې یې د کورونا وایرس دیرش زره، څلور سوه او دوه ټيسټونه کړي دي. د کورونا په اړه حکومتي ويبپاڼې د مې په ۱۶مه ليکلي چې کورونا وایرس په تېر یو شواروز کې۷۶ کسان وژلي دي. په دې سره د ټولو کورونا وهلو شمېر له اتو لکو او اوه اویا زرو اوښتی چې پکې یې نورلس زره او پينځه سوه درې څلويښت مړه کړي خو نيزدې اوه لکه او نهه اتیا زره ترې بېرته رغېدلي هم دي. په همدې حال کې په پاکستان کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره د واکسينو کول هم روان دی. دا واکسين ۴۰ کلنو يا له دې څخه ډير عمر لرونکو کسانو ته کېږي. Читать дальше...
د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ مشره بيګم نسيم ولي خان د ۸۸ کلونو په عمر د خیبر پښتونخوا په چارسده کې وفات شوه. د دغه ګوند وياند زاهد خان د مې په ۱۶مه مشال رېډيو ته وويل چې د هغې جنازه به نن په شپږ بجې په ولي باغ کې کېږي. نوموړې د زړه او شکرې ناروغي درلوده. عوامي نېشنل ګوند د بيګ نسيم وليخان په مرګ د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی. بيګم نسيم وليخان درې ځل د پاکستاني پارليمان غړې پاتې شوې وه. نوموړې د خېبرپښتونخوا اولنۍ ښځه وه چې د ۱۹۷۷ کال په غیر ګوندي انتخاباتو کې یې ګډون وکړ او بریالۍ شوه. هغه... Читать дальше...