د بلوچستان په چمن کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه سیاستوال اسد خان اڅکزي مړی خاورو ته وسپارل شو. د فبرورۍ پر ۲۸مه د نوموړي جنازې ته د نورو ګوندونو سیاستوالان هم ورغلي ول. اڅکزی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې تښتول شوی وو او د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۲۷مه یې له کوټې سره نېږدې مړی وموندل شو. د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د نوموړي د تښتونې او وژنې په تور یې دوه کسان نیولي. د صوبې اعلا وزیر جام کمال ویلي، د اڅکزي د تښتونې او وژنې پوره پلټنې کوي او ککړو کسانو ته به هرو مرو سزا ورکوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست ولایت چارواکي او اوسېدونکي وايي، ولس د سوکاله ژوند لپاره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې ستايي او ملاتړ یې کوي. د فبرورۍ پر ۲۷مه چې د افغانستان د کب میاشتې له نهمې سره سمون خوري، د افغان ملي ځواکونو د ورځې په توګه ولمانځل شوه. د لمانځغونډې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبرپښتونخوا د عامې روغتيا څانګې يو افسر ډاکتر اکرام الله د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دوی تر اوسه د دې صوبې يو اوسېدونکي ته د کووېډ ۱۹ د نوې برېتانوۍ بڼې لګېدو رپورټ نه دی ترلاسه کړی.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د زرغونتیا اوونۍ تر سرلیک لاندې د زنینتي بوټو او نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په یو کتابي نندارتون کې د پښتو دومره کتابونه پلورل شوي چې کتاب پلورونکي او عام خلک یې پر ټولنیزو رسنیو په اړه خوښي څرګندوي.
د امریکا نوې ادارې ویلي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰م کال د فبروري ۲۹ تړون ارزوي او ګوري چې طالبان څومره په خپلو ژمنو ولاړ دي.
دا پرمختګ به د هېواد د واکسین کمپاین ګړندي کولو کې مرسته کوي او هيله ښودل کېږي چې په ټوله نړۍ کې به دا واکسين اضافي خوراک منظوري هم ترلاسه کړي.
عوامي نشنل ګوند د خپل دې مخکښ د وژل کېدو پرضد د فبرورۍ پر ۲۸مه د کاربندیز تر څنګ د درې ورځني ویر اعلان هم کړی دی.
په کراچۍ کې د پوهنتونونو د نجونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ له يو کال ځنډ وروسته بيا پیل شوې دي. د فوټبال دغه سيالۍ د کورونا له کبله د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې درېدلې وې. نور په دې ویډیويي راپور کې.