د فېبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې د پاکستان مېډيکل کميشن د ودانۍ مخې ته د قبايلي سيمو او بلوچستان زده کوونکو احتجاج وکړل. احتجاجیان وايي، په مېډيکل کالجونو کې د يادو سيمو لپاره ځانګړې سيټونه کم کړل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د ډیجیټل پاکستان د شمېرو ترمخه په دغه هېواد کې ۷۷ میلیونه خلک د انټرنیټ استعمال کوي.
په ميانمار کې د پوځي کودتا ضد او د دې هېواد په جمهوري توګه د منتخب شوې مشرې انګ سان سوچي د خوشې کولو لپاره د لسګونه زره کسانو مظاهرې لا هم دوام لري. د پوليسو مظاهرچيانو ترمنځ نښتې هم شوې دي. په دې اړه له رویټرز او امريکا غږ ويډوګانو څخه اسرار عالم مومند راپور جوړ کړی.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، د دې لمریزې برېښنا په ذریعه به کرنیز تولیدات زیات او د وارداتو کچه به راکمه شي.
د هند وزیراعظم نراندرا مودي وویل چې نن یو ځل بیا افغانستان او هندوستان د اړیکو یو قوي بنسټ کېښود.
د پېښور یوې اوسېدونکې مهوش علي خان د رڼا په نوم سکول جوړ کړی چې پکې په تېرو شاوخوا څلور نیمو کلونو کې د داخلو ماشومانو شمېر ۱۳۰ ته رسېدلی. دا ښوونځی بې وزله ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي. ۱۲ کلن میلاد خان هم له دې ماشومانو یو دی چې په پېښور کې له خپل پلار سره چولې (نخود) خرڅوي او تر کار وروسته سکول ته ځي. ویډيويي رپورټ.