د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي اسلام اباد ته خپل درې ورځنی سفر نن پای ته ورساوه. نوموړي له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د افغانستان سولې خبرو په باب یې له پاکستانیو چارواکو سره مثبتې خبرې شوې دي.
د فبرورۍ پر ۲۵مه د خوست ښار د ځوانانو په سیلځي/ تفريحي غونډۍ کې د زرغون خوست په نامه د نيالګيو لکولو درې ورځنی اشر او هنري میله، د خلکو او ځوانانو په پراخ ګډون سره پیل شوه. چې ورته د سوونو په شمېر کې ځوانان ورځي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
دغه غړی وايي، هغه بېړه چې د مذاکرو لپارهیې د دولت هیئت لري، د دوی په مقابل لوري کې هغه لېوالتیا نه تر سترګو کېږي.
د پوليسو په وينا وژل شوو کارمندانو په شمالي وزيرستان کې ښځو ته د دستکارۍ هنر ښوده.
په ۲۰۱۸ م کال کې پاکستان په خړ لسټ کې ځکه واچول شو چې دې هېواد په دغه ۴۰ سپارښتنو کې يوازې په ديارلسو عمل کولو او په پاتې ۲۷ د عملدرامد کولو لپاره پاکستان ته يو کال وخت ورکړل شو.
په ختيځ افريقايي هېواد کينيا کې ملخانو فصلونه زيانمن کړي او د کرونده ګرو روزګار يې اغېزمن کړی دی، خو اوس ځايي ولس د ملخانو په نيولو پیل کړی چې وروسته يې د څارويو د خواړو او د فصلونو د سرې لپاره کاروي. احمد شاه اعظمي د رويټرز ويډيو پښتو کړې ده.