په غونډه کې ویناوالو په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې له پښتنو سیاستوالو وغوښتل چې په نړیوال عدالت کې دې د ارمان لوڼي قاتلینو ته سزا وغواړي.
عدالت نن د علي وزير پرته د پي ټي اېم د کراچۍ د مشرانو او غړو نورالله ترين، محمد شېر مسيد، شېر ايوب، حسن الله او بصير الله ضمانت منظور کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فېبرورۍ پر دويمه ناوخته په اسلام اباد کې د واکسين ورکولو کمپاين پرانسته وکړه او زياته یې کړه چې دا واکسين به په لومړي پړاو کې روغتيالا پالانو ته ورکول کېږي ځکه هغوی د ناروغانو د درملنې له کبله له زيات خطر سره مخامخ وي.
د سینوفارم په نامه پینځه لکه د کورونا ضد واکسینو خوراکونه (ډوزونه) د فېبرورۍ پر دویمه پاکستان ته له چینه وروړل شوي چې په لومړۍ مرحله کې به د روغتيا کارکوونکو او په دويمه مرحله کې به عام ولس ته لګول کېږي. نور حال د عظمت علي شاه او نياز علي په دې ويډيو يي راپور کې.
وزیر اعظم عمران خان د بلوچستان له وزیر اعلا جام کمال خان سره د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په یوه غونډه کې دا اعلان وکړ.
د پاکستان سپريم کورټ له خوا د امريکايي خبريال ډېنيل پرل په وژنه کې مجرم ګرځول شوي د احمد عمر سعيد شېخ د خوشي کولو حکم باندې امريکا خفګان ښودلی وو. د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه تر عدالتي فيصلې وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره دا موضوع د ټيليفون له لارې راپورته کړه؟ پوښتنه دا ده چې د عمر سعيد شېخ خوشې کېدنې فيصلې د پاکستان او امريکا تعلقات له چېلنج سره مخامخ کړي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د چارو له پوهانو سره بحث شوې دي.
د ميانمار په کاروباري ښار ينګون کې ځايي ولس د لوښو په کړنګولو سره د پوځي کودتا پرضد مظاهره کړې. دا مظاهرې د هېواد په نورو برخو کې هم شوي دي.د نړۍ يوشمېر هېوادونو په ميانمار کې د پوځي کودتا غندنه کړې. په دې اړه د راډیو فري اسيا ویډیويي راپور اسرار عالم مومند وړاندې کوي.
عدالت لخوا د بند سزا اورولو په فيصله د ناوالني پلويان مشتعل شول او په سوونو شمېر کې سړکونو ته راووتل.
د ميانمار پوځ د ګل پر ورځ د هېواد کنټرول له هغه څو ساعته وروسته په خپلولاسونو کې کړ چې د انګ سان سوچي په ګډون یې ولسي مشران په حراست کې واخیستل. پوځ ویلي چې د دوي لخوا په وروستيو انتخاباتو کې د درغليو په ادعاوعمل نه دی شوی. نور په دې ویډیويي راپور کې.