په پاکستان کې د کورونا روسي سپوتنیک پنځه واکسینو قانوني درامد کونکي علي ګوهر فارماسيوټيکل وايي چې دوی یوازینۍ شخصي اداره ده چې له سرکاري اجازې وروسته دا واکسين هېواد ته راوړي. د دوی په وینا له بلې هېڅ کاروباري ادارې یا ليبارټرۍ سره په دې اړه هېڅ تړون نه دی لاسليک شوی. د فرورې په ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې په کراچۍ کې د علي ګوهر پاکستان لمېټډ کمپنۍ دوو چارواکو د نو م نه څرګندولو په شرط زیاته کړه چې په ځينو رسنیو کې د لاهور ميشته چغتايي ليبارټرۍ دا دعوه چې ګنې دوي په پاکستان کې په کولاو بازار... Читать дальше...
د فبرورۍ پر۱۴ مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته شېخ رشيد احمد ويلي وو چې د روانې میاشتې د فبرورۍ پر ۱۱ مه یې پر سرکاري ملازمینو اوښکه بهونکی ګېس د ازموینې په توګه کارولی دی ځکه چې دا له ډېرې مودې راهیسې بېکاره پراته وو.
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له کابله سندرغاړی او د موسيقۍ استاد سيدا ګل مينا مېلمه کړی وو. دی د ننګرهار د يوې هنري کورنۍ دی چې له خپلو مشرانو سره يوځای يې په پېښور کې د کډوالۍ ژوند هم کړی دی. مينا وايي، په کابل او هم پېښور کې لسګونه شاګردان لري چې سندره ويل او د موسيقۍ د بېلا بېلو الاتو غږول ورزده کوي. د ده په خبره، په شاګردانو کې يې قاريان او نعت خوانان هم شته. د استاد مينا دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د عوامي ورکرز ګوند یوه مشره عصمت شاه جهان وايي چې په پاکستان کې زیاتره ګوندونه د ښځو په برخه کې محافظه کار سوچ لري او هغوی نه غواړي چې د قامي او صوبايي اسمبلیو او د سېنېټ په جنرل سیټونو ښځې منتخب شي.