vپه هرنايي کې ډپټي کمیشنر سهېل انور ځايي خبریالانو ته ویلي پېښه د اکبرخان په کان کې شوې ده. نوموړی زیاتوي چې بې هوشه کانکیندونکی یې د درملنې لپاره کوټې ته لېږدولی دی.
د فېبرورۍ پر ۱۶مه د بلوچستان پښين ضلعې انتخابي حلقه پي بي ۲۰ په ګډون د سیند صوبې پر دوو حلقو ضمني ټاکنې شوې دي. د غېر حتمي نتایجو له مخې د سیند حلقې پیپلز ګوند او د پښين حلقه د جمعیت علما اسلام غړي ګټلې ده. د خېبر پښتونخوا ضلع نوښار او ضلع کورمه باندې د فېبرورۍ پر ۱۹مه ضمني ټاکنې کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
ارزګان کې روغتیا پالان وايي، دغه ولایت کې د جګړو له امله د هغو کسانو شمېر زیات شوی چې د خوب ګولۍ خوري.
په پښتنو سیمو کې د راډیو د اهمیت او فعالیت په اړه مو د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې له بېلابېلو کسانو سره خبرې کړې دي. د راډیو او د انسان ملګرتیا زړه ده، د نولسمې پېړۍ تر نیمايي وروسته د راډیو د جوړولو لپاره هلې ځلې پیل شوې وې. د شلمې پېړۍ په درشل کې « مارکوني » او ځېنې نور ملګري یې په لومړي ځل په دې توانېدلي ول چې غږ تر لرې واټنه ورسوي. کابل راډیو په ۱۹۲۵، د پېښور راډیو په ۱۹۳۵ او د کوټې راډیو په ۱۹۵۶کلونو کې خپلې لومړنۍ خپرونې شروع کړې وې. د کابل، پېښور او کوټې ترڅنګ نن د نړۍ له ډېرو ښارونو د پښتنو لپاره راډیويي نشریات کېږي. Читать дальше...
په دویم نمبر ازاد امیدوار سید عصمت الله اغا راغلی دی او واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټي امیدوار عصمت ترین څنګه چې تمه کېده ډېرې لږ رایې وړې دي.
طالبان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې امریکا پر دې موافقې له سره غور کوي او ناټو هم په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ارزوي.
مظاهره چیانو له ولسمشر عارف علوي او له وزیراعظم عمران خانه غوښتنه کوله چې له دوی سره دېخبرې وکړي ، لادرکه کسان دې پیدا کړي او که د حکومت په ولکه کې دي نو عدالت ته دې یي وړاندی کړي.
د پېښور يو ځوان د نامتو ټوکمار چارلي چپلن په جامه او کردار کې لارو کوڅو کې خلک خندوي. عثمان د چارلي چپلن په ډول وړې ويډيوګانې هم په ټولنيزو رسنيو خپروي. نوموړي وايي چې د کورونا وبا له کبله د ټولبند په ورځو کې یې د چارلي چپلن کردار خپلولو ته پام شو، چې د وبا په پرېشانیو کې د لس پرمخ خندا راولي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.