په راپور کې د پاکستان په حواله ويل شوي چې په ۲۰۲۰ز کال کې بهر ميشتې پاکستانيانو خپل هېواد ته د پيسې ليږلو شرح زياته وه، که څه هم کورونا وايرس له وجې کاروبارونه په ټپه ولاړ وو خو د دې باوجود د پیسو ليږل کم شوی نه دي.
دوی زیاتوله، ټولې صرافۍ په یوه کتګورۍ نه دي، څوک ډېرې سرمايې لري او ځینې بیا یوازې له دې لارې د کورنیو نفقې پیدا کوي، چې له دې کبله ټول صرافان په یو ډول د شرکتونو د جوازونو د اخیستلو توان نه لري.
په نندارتون کې په لسګونو کتابخپرندویه ټولنو خپل خپاره کړي کتابونه نندارې ته ايښې ول چې د کتاب د مینه والو د پام وړ وګرځېدل.
په نرګس ګل کلنۍ مشاعره کې، يو شمېر چارواکو او ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره په کې د یو شمېر نورو ولایتونو او له خيبر پښتونخوا څخه ځینو شاعرانو ګډون کړی و.
هغه مشال راډیو ته وویل، دا سفر ځکه مهم دی چې قطر کې د سولې خبرې څه نا څه پڅې شوي او تاوتريخوالی زيات شوی دی، نو که طالبان دایمي اوربند ته غاړه نه ږدي باید د پاکستان د فشار په ترڅ کې لنډ مهاله اوربند ته دې غاړه کېږدي.
د بلوڅو کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی پورته کړل شوي خپلوان دې یا خوشې کړل شي او یا دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي چې راتلونکی او برخلیک یې معلوم شي.
مسلم ليګ نواز ګوند د نوښار په صوبايي څوکۍ پي کې ۶۳ او د پنجاب د وزیر اباد پر پي بي یو پنځوس ۵۱ حلقې کامیابي تر لاسه کړې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه هوډ یادونه وکړه چې افغان جګړه باید پای ته ورسول شي.
د سوات شهناز وايي چې د ښځو ستونزو هواري لپاره په پوليس کې نوکري کوي. له دې سره چې د سوات په زياتره تاڼو کې يو يا دوه ښځينه پوليس د ښځو د اسانتيا لپاره موجودې دي خو بیا هم ښځې تاڼو ته له تلو ډارېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.