عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د ورکو کسانو د نه خوشي کېدو پرضد د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجې مظاهرې کړي. د فبرورۍ ۲۲مې مظاهرو ته د ګوند مخکښانو او مشرانو ویناګانې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې ټول ورک کسان پیدا او عدالتونو ته وړاندې کړي. د ورکو کسانو لپاره د پاکستان سرکاري کمېشن وايي، په هېواد کې څه د پاسه ۱،۵۰۰ کسان ورک دي. کمېشن وايي، سلګونه ورک کسان یې موندلي او کورونو ته استولي. هلته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر شبلي فراز د فبرورۍ پر ۱۷مه ویلي ول چې حکومت د خلکو د ورکولو پر ضد یوه قانوني مسوده جوړوي. Читать дальше...
د موسمياتو محکمه کې د وچکالۍ څارلو ملي مرکز په سپارښتنليک کې ويلي چې د پروسږ کال له اکتوبره د ۲۰۲۱ز کال تر جنورۍ میاشتې پورې د کمو بارانونو له کبله دوړاه صوبې د وچکالۍ ښکار دي.
په ویډيو کې دوې ماشومې نجونې شکاري چې پر سړک پرتې د یوې بېسده مور تر سر ولاړې دي او چیغې وهي.
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی زريالي صمدي مېلمه کړی وو. دی د نوميالي سندرغاړي بريالي صمدي کشر ورور دی او له هغه سره يوځای په کابل کې اوسي. صمدي وايي، د پېښور په بېلا بېلو سټوډيوګانو کې يې د نويو سندرو رېکارډول پيل کړي او په پښتونخوا کې به ورته ويډيوګانې هم جوړوي. د ده په خبره، د البم ډېری سندرې يې مستې دي خو پلان لري چې څه موده وروسته غزلونه هم ثبت کړي. د زريالي صمدي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ښاغلي اڅکزي پر پښتنو ږغ وکړ چې دوی دې له خپلې ژبې سره سره د نورو ژبو درناوی او احترام وکړي ځکه چي په ټوله نړۍ کې هره ژبه خپلځان ته یوه ځانګری مقام لري.