خان زمان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې ارمان یوه اډیالوژي وه او اډیالوژي هېڅوک نه شي وژلی.
وژل شویو کسانو به پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک خپلې ویډيوګانې هم خپرولې.
د پاکستان سېنېټ په اکثریت سره یوه قانوني مسوده منظور کړې ده چې له مخه یې په پلازمینه اسلام اباد او ورسره تړلو وفاقي تعليمي ادارو کې د عربۍ ژبې زده کړه لازمي ګرځول شوې ده. خو د تعلیم چارو ځینې پوهان او د حقونو مبارزین وايي چې باید زده کړې په مورنیو ژبو کې ورکړل شي او په پاکستان کې د ابادو قامونو قامي شناخت او تاریخي ژبې له پامه ونه غورځول شي. پر دې موضوع د کرښې پر غاړه کې بحث کوو خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د پاکستان حکومت ویلي چې د فبرورۍ پر لومړۍ یې له چینه د کورونا وایرس ناروغۍ سینوفارم واکسین ترلاسه کړي دي. د حکومت له اعلان سره سم، د واکسینو ورکولو بهیر روانه اوونۍ پیلېږي چې ورته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې مرکزونه جوړ شوي. پر دې موضوع د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.