د ځوان نرسانو اتحادیې د شورو په ورځ د کوټې له سرکاري هسپتاله یو احتجاجي لاریون راویوست او د ښار له بېلابېلو برخو تر تېرېدو وروسته چې د اعلا وزیر دفتر پر لور د تلو هڅه وکړه نو پولیسو راوګرځول خو لاریونوالو د ډیټپي کمیشنر دفتر مخې پرلت ووهلی. نرسان وايي چې له تېرو درېوو میاشتو یې تنخاګانې نه دي ورکړل شوې ځکه خو احتجاج ته اړ شوي دي. یوه نرسه هني عبدالرزاق وايي، دوی ته یې لومړی کنټرېکټ نه ورکاوه چې د کورونا وبا ولګېدله نو یې د شپږو میاشتو لپاره کنټرېکټ ورکړ خو له تېرو څه باندې درېوو میاشتو راهیسې... Читать дальше...
بلخوا د پاکستان سېنېټ يا مشرانو جرګه دمګړی ۱۰۴ غړي لري چې د پلازمينې اسلام اباد او پخوانۍ فاټا له استازو پرته يې نور ټول غړي د څلورو صوبايي اسمبليانو د منتخب غړيو لخوا انتخابيږي.
د مواخذې خلاف د ۴۴ ووټونو مقابل په ۵۶ مثبتو رایو سره د مواخذې رسمي کاروايي پیلولو ته لاره برابر شوه.
د ننګرهار چارواکي وايي چې دا لمریزه برېښنا به يو اعشاریه دوه ميګاواټه برېښنا به تولیدوي چې پينځو واټرپمپونو په ذریعه به شل زره جریبه ځمکه خړوبه کړي. د لمریزې برېښنا د دې پروژې د پرانیسته د فېبروي پر ۱۰مه وشوه.
د پاکستان په ۷۵ کلن تاريخ کې پوځ ۳۳ ځله نېغ په نېغه د کودتاوو له لارې حکومت کړی دی. دلته هيڅ منتخب وزیراعظم خپله اييني دوره د بېلابېلو وجوهاتو له امله نه ده پوره کړې.
د پاکستان په سياست کې له هغه وروسته تود بحث راپورته شوی چې د فرورۍ پر نهمه پر ټولنيزو رسنيو يوه داسې ويډيو خبره شوه چې پکې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي ښکاري چې ورته نزدې پر مېز د پېسو بنډلونه پراته دي. دا ويل کېږي چې دا ويډیو د ۲۰۱۸م کال د سېنېت انتخاباتو له مخه جوړه شوې او دا دعوی کېږي چې دغو غړيو خپل ووټونه خرڅول. دا ويډيو په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې وار له مخه په راروان مارچ مياشت کې د سېنېت د کېدونکيوانتخاباتو په اړه د واکمن تحريک انصاف او اپوزيشن ترمنځ د سېنېت د ټاکنو پر طريقه کار سخت اختلافات... Читать дальше...
د پاکستان ځيني سرکاري ملازمين د خپلو تنخاګانو زياتولو غوښتنه کوي. دوی د فرورۍ په نهمه او لسمه د پارليمان مخې ته په ورغونډېدو وو چې پوليسو یې مخه ونيوله. تر دې مخکې له وفاقي وزيرانو سره د دوی تر مذاکراتو ناکامه کېدو وروسته، دوی د فرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د دهرنې اعلان کړی وو. کله چې مظاهرچيانو د پارليمان ودانۍ لور ته د تګ کولو کوښښ وکړ نو پرضد يې پوليسو کاروايي وکړه. پوليسو مظاهرچيان په کوتکونو وهل او پرضد يې اوښکې بهونکی ګيس وکاراوه. د دې په ځواب کې مظاهرچيانو پر پوليسو د کاڼو ګزارونه وکړل. Читать дальше...
د فېبرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د سرکاري ملازمینو او د پولیسو ترمینځ هله نښته ولګېده کله چې احتجاجیانو د پارلېمان ودانۍ پر لور د مارچ کولو کوښښ وکړ. له وفاقي وزيرانو سره د خبرو ناکامېدو پس سرکاري نوکرانو د دهرنې او مظاهرې اعلان وکړ. نور په دې ویډیويي راپور کې.
پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ايم) د مارچ په ۲۶مه اسلام اباد ته د لانګ مارچ اعلان او یو ځل بيا پر پوځ غږ کړی چې په سياسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي. د فرورۍ په نهمه، د سيند صوبې په حیدر اباد کې د دې تحریک مشر، مولانا فضل الرحمن د یوې جلسې پر مهال وويل چې د لانګ مارچ مقصد د وزیراعظم عمران خان حکومت ختمول دي. نوموړي په سياست کې د پوځ په مبیینه کردار نيوکې وکړي او زیاته یې کړه چې امنيتي ځواکونه دې د ايين په دايره کې واوسي او په ملکي چارو کې دې ګوتې نه وهي: ((موږ نه غواړو چې زموږ پوځ دې پر دفاع سربېره بل کار وکړي. Читать дальше...
د کراچۍ په صدر سيمه کې د يوې لویې کليسا دننه د نرښحيانو لپاره يوې غاړې ته عبادتخانه جوړه شوې ده، چې دوی ورته د بیت المومنين کليسا نوم ورکړی دی. د نرښځيانو لپاره د دغه عبادت ځای ضرورت ولې پېښ شو، ځواب یې له کراچۍ څخه په دې ویډیويي راپور کې واورئ.