د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴ مه په راولپنډۍ کې د بهرنۍ ميډيا له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د ۶۰۰۰ زره کسانو نومونه ترلاسه کړي ول چې پکې د ۴۰۰ زرو مقدمې حل شوې او د پاته نورو هغو به ډېر ژر حل شي.
د کووېډ-۱۹ جهاني وبا کنټرول ملي ادارې د فبرورۍ پر ۲۴مه په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د مارچ له نیمايي څخه به د واده په تالارونو، سینماګانو او مزارونو کې د خلکو پر ورغونډېدو بندیزونه ختم شي.
تېره اوونۍ د احسان الله احسان له خپله ټویټره د نوبېلوالې او د تعلیم مبارزې ملاله یوسفزۍ ته دړکې ورکړې وې. په دغه اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پوځ ویاند وویل چې د هغه د مالوماتو تر مخه دغه اکاونټ جعلي دی.