په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار پر چارواکو سربېره د بېلابېلو ولسواليو یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او په سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د فبرورۍ پر ۲۶مه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.
د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې جلسې ته په وينا کې د ګوند مشرانو وويل، دا وخت په دېر، باجوړ، وزيرستان، چترال، بونير، کوټه او نورو سيمو کې چې کومې پېښې رامنځته کېږي نو ښکاري داسې چې په پښتنه سيمه کې وسله وال او ترهګر بيا راپورته کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
نوموړي دا خبرې له هغه څو ساعته وروسته کړې چې د سعوي وژل شوي خبريال جمال خاشقجي پر وژنه د امريکا استخباراتي معلوماتو خپروېدو دغه اوږدمهاله اړيکو ته ضربه رسولې.
عمر داوودزي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۶مه، په اسلام اباد کې له مشال راډيو ته په یوې ځانګړې مرکې کې وکړې.
په تاجکستان کې یوه ښځه او خاوند په یوه پېټۍ کې د بې وزلو لپاره وړیا خواړه ږدي. دوی وايي، د ډېرو کسانو مالي ستونزو ته له کتو پس یې دا فیصله وکړه. په تاجکستان کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا پر مهال د اوړو قیمت زیات شوی دی. ځايي اوسېدونکي وايي، په ډېرو ځایونو کې داسې نورو بکسو ته ضرورت دی. په دې اړه د ازادې اروپا راډیو د تاجکستان څانګې ویډیويي رپورټ وګورئ.