د پي ټي ايم مشرانو په پېښور کې د ارمان لوني د دويم تلين په مناسبت په جلسه کې وويل چې د پاکستان حکومت دې د بشري حقونو ټول ګرفتار فعالان خوشې کړي او غېب کړل شوي کسان دې عدالتونو ته حاضر کړي. حکومت ويلي چې د پي ټي ايم پر نيول شوو کسانو د ریاست خلاف د بغاوت مقدمې دي چې ځينې يې عدالتونو ته لېږل شوې دي.
سيند حکومت د امريکايي وژل شوي خبريال ډينيل پرل په تښتونه او وژنه تورن عمر شيخ او د هغه نور ملګري چې سپريم کورټ يې د خوشي کولو حکم کړی، د زندان د پانسۍ له خونې څخه ویستلي دي. سيند حکومت دا ګام د فرورۍ په شپږمه، د سپريم کورټ تر هغه حکم وروسته پورته کړی دی چې ويلي يې وو عمر شيخ او نور ملګري يې بايد سرکاري ريسټ هاوس ته منتقل شي. د سيند د اطلاعاتو وزيرناصر حسين شاه د فرورۍ په ۷مه مشال ريډيوته وويل: ((موږ د سپريم کورټ په حکم عمل کړی دی او دا کسان مو د پانسۍ له خونې سرکاري ریسټ هاوس ته لېږلي.)) تورن... Читать дальше...
د هند له خوا د کرونا ضد واکسينو پنځه لکه ډوزه د فرورۍ په ۷مه په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته ورسېدل. د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په خپل ټوېټر لیکلي چې هند د خپلو ملګرو سره ولاړ دی او په دې ترڅ کې يې افغانستان ته واکیسن لېږلي دي. کابل ته د هند له خوا د دغو مرسته شویو واکسینونو په رسېدو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح رسينوو ته ويلي چې په یوې اونۍ کې به د روغتیا نړیوال سازمان يا ډبليو ايچ او تر تایید وروسته د دغه واکسین تطبیق پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
د پاکستان اپوزيشن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر د سېنيټ انتخاباتو په اړه د دې هېواد د ولسمشر فرمان يو غېر جمهوري عمل بللی دی. بلاول بوټو زرداري د فرورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال تور پورې کړ چې حکومت د اسمبلۍ پر خپلو غړو باور نلري نو ځکه يې د ارډېننېس په جاري کولو سره د سېنټ انتخابات د ښکاره رايې له لارې کوي. تردې وړاندې د پاکستان ولسمشر عارف علوي په ټاکنو کې په ښکاره د رايې د ورکولو پر صدراتي حکم لاسليک وکړ. د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ارډينېس پر خپل ټويټر پاڼه خپور کړی. دې ته... Читать дальше...
د روس په سایبيريا کې د بېکل په نامه يو مشهور لوی جهېل يا ډنډ دی چې په ژمي کې کنګل وي. اوس دغلته يوه اوسېدونکې هم ډېره مشهوره شوې. دا مېرمن د ۷۹ کلونو ده. هغه وايي، له ژوند سره مينه لري او پر بېکل د خپلو تېرو بوټانو سره منډې ورته ډېر خوند ورکوي. ويډيو: رويټرز