دا ځل هم د سعودي عرب حکومت دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په ګڼ شمېر پاکستانيان په رخصتيو کورنو ته تللي او پلان يې درلود چې بیرته ولاړ شي.
په هرات ولایت کې يوه مور او لور چې جوړه د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کوي هيله لري چې يوه ورځ افغانستان د داسې سولې څښتن شي چې په کې د ښځو او بشر حقونه خوندي وي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
پاکستان افغان زده کوونکي په سکالرشپ مني
په دې راپور کې له طالبانو سره د واشنګټن پر تړون د بیا ارزونې او له افغان دولت سره د سولې هڅو پر ملاتړ ټینګار شوي.
دا ۲۶م اینې ترمیمې بل پر داسې مهال راوړل کېږي چې د روانې فېبرورۍ میاشتې په یوولسمه د سېنېټ په ۱۰۴ سېنېټرانو کې د ۵۲ هغو شپږ کلنه موده پای ته رسي او پر خالي څوکیو به یې بیا ټاکنې کېږي.
د پکتیا وزي ځدراڼ، شواک، ګرده څيړۍ، زرمت، جاني خېل او د ځاځي اریوب ځینې برخې هغه سیمې بلل کیږي، چې ښوونیز بهیر په کې د نا امنیو او لازم ظرفیت د نشوالي له کبله کمزوری دی.
د مشاعرې تابیا کوونکي وايي، شاعرانو د خپلو شعرونو په واسطه د جګړې ښکیلو خواوو ته دا پیغام ورساوه، چې سوله د افغانانو راتلونکې تضمینوي او له دې پرته د ولس د ښیرازۍ بله لاره نشته.
ښايي ډېر کم خلک خبر وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بېټسمېن، رحمت شاه لومړی د بالر په توګه لوبډلې ته راغلی وو. خو وروسته یې په بېټينګ کې دومره نوم جوړ کړ چې اوس یې د کرکټ ډېر مبصرين د افغان لوبډلې د ملا تیر بولي. هغه له بشير ګواښ سره په دې مرکه کې د خپل ژوند، کرکټ او په لوبډله کې د نېږدې ملګرو په اړه غږېدلی.