د کورونا وبا د مخنيوي په خاطر اخیستل شويو ګامونو د پاکستان سېلګرۍ صنعت ته زيان رسولی دی. د دې هېواد د يو شمېر کسانو اقتصادي تکيه پر حج او عمره ده خو د سعودي حکومت له خوا سفري بنديزونو د دوی روزګار هم په ټپه درولي دي.
په اسلام اباد کې وکیلانو په احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کړې چې د دوی نیول شوي ملګري وکیلان دې راخوشې کړل شي او په هغوی جوړې مقدمې دې بېرته واخیستل شي. د فرورۍ په ۷مه ځايي انتظامیې د اسلام اباد په کچرو کې د ځينو وکيلانو دفترونه ړنګ کړل چې دا تجاوزات دي. تر دې وروسته څو وکیلان په احتجاج اسلام اباد های کورټ ته ورغلي وو. دې عدالت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغو وکیلانو د احتجاج په نوم په چیف جسټس اطهرمن الله حمله کړې او املاکو ته يې زیان رسولی. له همدې وجې د عدالت انتظامیې په دوی مقدمه درج کړې او تر دې دمه پولیسو لس وکیلان نیول شوي دي. Читать дальше...
د پاکستان سپريم کورټ جسټس، فایز عیسی پر دې خفه دی چې ولې د ده په اړه د چيف جسټس شوې پرېکړه هغه ته تر رسېدو دمخه، رسنيوو ته ورکړل شوې ده. د فرورۍ په ۱۱مه، د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس، ګلزار احمد په مشرۍ يوې پينځه کسیزې جرګه ګۍ د يوې مقدمې پر مهال ويليچې فایز عیسی بايد د وزیراعظم عمران خان په اړه د روانو کېسونو اورېدونه ونه کړي. چيف جسټس د دې پرېکړې لپاره دليل راوړی چې قاضي عیسی په يوه مقدمه کې د وزیراعظم په وړاندې مدعيدی نو که د هغه خلاف د مقدمو اورېدنه کوي نو دا به دعدلیې حېثیت ته زیان ورسوي. Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، طالبان د سولې مذاکرات نه بلکې مکمل واک غواړي. په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، محب ويلي طالبان د سولې په خبرو کې دلچسپي نه لري. هغه د فرورۍ په ۱۳مه، په کابل کې د امنیت شورا له اونیزې غونډې وروسته د امنیتي برخې له چارواکو سره په ګډه خبري ناست کې وویل: "طالبان نه غواړي چې مذاکرات وکړي. هغه اطلاعات او معلومات چې موږ یې لرو، هغه دا دي چې طالبان مطلق واک غواړي. بیا هم تکراروم، طالبان مطلق قدرت غواړي. Читать дальше...
پاکستان د فېبرورۍ پر ۱۲مه د امريکا ،روس، چين او نېټو په ګډون له ۴۵ هېوادونو سره په ګډه په عرب سمندرګي کې پوځی مشقونه پېل کړي دي.
د بلوچستان په کوټې ښار کي له شپږو کالونو وروسته د بزکشی سيالي شوې ده. په دې کې د پاکستان او افغانستان لوبډلو برخه اخستې چې افغن لوبډلې ګټلې ده. پر دې مهال حکومتي چارواکو ویلي دي چي په صوبه کي به د دوديزه او سيمه ييزو لوبو د ودي لپاره بېلا بېل بیل ګامونه پورته کوي.
د پاکستان سپريم کورټ د وسله والو طالبانو له خوا شوې يوه بله پرېکړه غیرقانوني بللې ده او ویلې یې دي چې په پاکستان کې د طالبانو له خوا شوې فېصلې هيڅ قانوني ارزښت نه لري. د فرورۍ په ۱۲مه سپريم کورټ د جنوبي وزیرستان د يو اوسېدونکي د ځمکې د ملکيت په سر رامنځته شوې لانجې د اورېدنې په وخت ويلي چې په ۲۰۰۹ کال کې د دې جنجال د ختمولو لپاره امارت اسلامي طالبان او افغانستان په نامه یوې ډلې فېصله اورولې وه چې د پاکستان د قوانینو ترمخه هيڅ قانوني حیثیت نه لري. د قاضي فايز عیسی او قاضي مقبول باقر دوه کسیزه جرګه... Читать дальше...
په مصر کې چې کله د کورونا وايرس وبا له کبله ښوونځي وتړل شول نو يوې ۱۲ کلنې زده کوونکې د ګاونډ ماشومان راغونډ کړل چې اوس هره ورځ په يوه تنګه کوڅه کې درس ورکوي او بېلا بېل مضامين ورښيي. ريم الخولي غواړي چې ماشومان په کوڅو کې د لوبو پر ځای درس ووايي. ويډيو: رويټرز