خو د اقتصادي چارو تجزیه کاران بیا وايي، د پاکستان اقتصاد د دې توان نه لري چې په لکونو ملازمینو په تنخاګانو کې زیاتوالې وکړي ځکه چې دا اربونو روپو ته رسي نو په داسې حالاتو کې به یا حکومت د سېټېټ بنک یا نورو بنکونو پور اخلي او د دې له دې وجه به ګراني هم سیوا کېږي.
د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي فعالان او سیاستوال وايي، ټولو ګوندونو له پکار دي چې د سېنېټ لپاره د ټکټونو د ورکولو پر مهال قبایلي ضلعې په پام کې ونیسي.
په سروې خپرونه کې له پېښوره ناهید جهانګیر مېلمنه ده. ناهید یوه خبریاله ده او نن سبا د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې اسسټنټ میډیا مینېجره ده. هغې په دې وروستیو کې د پاکستان پریس فاونډیشن په تحقیقاتی رپورټنګ کې په ټول ملک کې لومړی مقام حاصل کړی دی. له ناهید سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د مېرمنو دغه ټولنه وايي، چې په ۲۰۲۰ز کال کې د هېواد په ۲۵ ضلعو کې پر ښځو د تشدد ۲۲۹۷ پیښې ثبت شوي دي.
په چين کې د دې هېواد نوی کال د ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ پر ۱۲مه پيل شو خو د نوي کال يا سپرلي مېلې لمانځغونډې د فېبرورۍ په ۱۱مه په ژوندۍ بڼه پر ټېليويژن او ټولنيزو رسنيو څه باندې يو ارب او ۲۷ کروړه خلکو وليدې. بلخوا د مېلې ژوندۍ خپرونه او ځينې ويډيويې ټوټې يې په ټولو رسنيو کې څه کم پينځه اربه ځله کتل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په چين کې رامنځته شوي کورونا وايرس په لکونه خلک وژلي او د وبا د مخنيوي په خاطر د ټولبند له کبله د ډېری خلکو کاروبارونه ولاړ دي.
شاعران او لیکوالان وایي، د ټپې د پېل وخت نه دی مالوم، خو پکې د ژوند د هر مسلې او هر دور عکس لیدل کېږي.
په دې غونډه کې د ننګرهار والي د مخکيني امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د تر سره کړيو هڅو ستاينه وکړه او نوي امنیه قوماندان ته یې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو، د قانون حاکمیت، د فساد د مخنیوي او مسلکي چلند سپارښتنې وکړې.
د خارجه چارو وزارت ویاند ذاهد حفیظ د فبرورۍ پر ۱۲مه، په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډه ته وویل، د اېف اې ټي اېف لخوا پاکستان ته په ورکړل شوي پلان کې یې په ۲۷ کې ۲۱ کارونه سر ته رسولي دي او پر نورو شپږو خبرو هم کار روان دی.
کابل راډیو په ۱۹۲۵، د پېښور راډیو په ۱۹۳۵ او د کوټې راډیو په ۱۹۵۶کلونو کې خپلې لومړنۍ خپرونې شروع کړې وې.
د توکو یاده محموله، چې غلام خان په لاره يې د ټرانزیټ ټول قانوني مراحل بشپړ شوي تمه ده، د افغانستان له لارې تاجکستان ته بیلابیل پاکستاني توکي ولیږدوي.
د شمالي مقدونیا ډویرېن جهیل چې په اتیامه او نویمه لسیزه کې پکې اوبه تقریباً ختمې شوی وی، د حکومت پر هلو ځلو یو ځل بیا اباد شوی. ځايي کب نیوونکي وايي چې مخکې یې ماهي ګیري او سیلګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلې و خو اوس په جهیل کې اوبه زیاتې شوي او مهیان هم ورته ورغلي دي. خو د ماحولیاتو د چارو ماهرین وايي چې الودګي اوس هم دغه جهیل ته خطر ورپېښوي. نور د رویټرز خبري اژانس ویډیويي راپور کې.