د هند په شمال کې له همالیا غره څخه د واورین کمر پرېوتو له وجې سېلاوونه راغلي او یو کلی یې وړی دی. په پېښه کې تر اوسه د ۱۸ کسانو د مړینې رپورټونه دي او ۱۶۵ ورک دي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ به درې شل اوریزې لوبې د فېبرورۍ پر ۱۱مه، ۱۳ مه او ۱۴ مه په لاهور کې کېږي.
د دې لپاره دا مهال په سېنېټ کې موجود د ډيموکرېټ ګوند ۵۰ غړيو ته د ريپبلکن ګوند د اوولس سېنېټرانو ضرورت دی.
د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان وايي چې د غلام خان بندر ټرانزټ کېدو منظوري شوې ده او چارې به یې د مارچ له میاشتې پیل شي. نوموړي د مشال راډیو له خبریال عمر وزیر سره په مرکه کې دا هم وویل، ښايي د غلام خان سړک دوه رویه شي. پر دې موضوع بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.
په میانمار (برما) کې د پوځي کودتا پر وړاندې پراخې مظاهرې شوې دي. د هغه هېواد پوځ د فبرورۍ پر لومړۍ کودتا وکړه او د واکمن ګوند مشره انګ سان سوچي او نور مشران یې ونیول. د مظاهرو په اړه د ازادې اسیا راډیو ویډیويي رپورټ.
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی شوکت سواتی مېلمه کړی وو. دی د سوات د مدين دی او دا مهال په پېښور پوهنتون کې په پښتو ادبياتو کې لوړې زده کړې کوي. سواتي خپلې يو شمېر سندرې پر انټرنېټ خپرې کړې دي. دی وايي، د پوهنتون يو شمېر ملګري يې موسيقي زده کول غواړي خو د دغه کار لپاره استاد او مناسب ځای نه لري. سواتی زياتوي، ده او مشرانو فرهنګيانو ملګرو يې حکومت ته په پېښور کې د يوې ميوزک اکېډمۍ جوړولو خواستونه کړي، چې دوی يې لا هم د پوره کېدو په تمه دي. د شوکت سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د پکتیکا په ارګون او د برمل ولسوالۍ په دریو سیمو(مرغه، لمن، منګړیتي) کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا درې زره کورنۍ اوسیږي، چې د چارواکو په وینا له دې جملې ۲۷۰۰ کورنۍ بایومیټریک دي.