د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی. دې پرلتوالو د فبروۍ پر ۱۱مه خپل احتجاج پیل کړی او وايي، د وزیراعظم عمران خان تر ورتګه احتجاج نه ختموي. هلته وزیراعظم عمران خان حکومتي وزیرانو ته امر کړی چې د خلکو د ورکولو پر ضد دې ژر تر ژره قانوني مسوده تیاره کړي. د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر شبلي فراز د فبرورۍ پر ۱۷مه د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د بشري حقونو چارو وزیرې شیرین مزارۍ په غونډه کې د ورکو کسانو پر مسلې خبرې وکړې. په اسلام... Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندي بحث کې مو د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې (اېف اي ټي اېف) خړ لسټ کې د پاکستان د پاتې کېدو برخليک موضوع څيړلي دي. د اېف اي ټي اېف غونډه د فېبرورۍ پر ۲۲مه په پيرس کې کېږي. پاکستان هيله ښودلي چې په ۲۷ نکاتو کې يې ۲۱ عملي کړي دي. په غونډه کې به پرېکړه کېږي چې پاکستان له خړه ليسټه وباسي او که نه. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
یادو سیالیو کې چې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې ګډون لري، د ۸ نورو ولایتونو لوبې په ننګرهار کې ترسره کېږي.
د اسرایل د وزیراعظم بنیامن نتانیاهو دفتر د فېبرورۍ پر ۱۷مه نېټه په یوه اعلامیه کې دا خبره تایید کړه.
ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډۍ له لومړۍ جلسې وروسته خبریالانو ته وکړې.
د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ مشال رېډيو ته وويل چې پرون سيند های کورټ د دوی درخواست منظور کړ او پر دې به اوس د فرورۍ په ۲۵ مه اورېدنه کيږي.
چارواکي وايي د جنورۍ پر ۳۰مه د پاکستان په یو چړیا ګهر کې د زمریو د دوه بچیو د مړینې سبب ښايي کووېډ-۱۹ ناروغي وه. د لاهور چړیا ګهر چارواکي وايي، د زمریو دوه بچي د شاوخوا دریو میاشتو وو. د جنورۍ پر ۲۶مه ورته اسهال وشو او کانګې پرې ولګېدای. څلور ورځې یې علاج وشو خو له بده مرغه د جنورۍ پر ۳۰مه مړه شول. دوی وايي، علامات پکې داسې څه نه وو خو د زمریو د مړینې رپورټ کې د کووېډ -۱۹ شک کېږي. بلخوا په پاکستان کې د ځناورو د حقونو لپاره کارکوونکي د هېواد په چړیا ګهرو کې د ځناورو د مړینې سبب لاپروايي ښيي خو چارواکي دغه تورونه ردوي. Читать дальше...