دا درېیم ځل دی چې پښتین له بلوچستان صوبې څخه اېستل کېږي، لومړی د ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره کلاسیف الله ته تللی وو او ورپسې بیا په چمن کې د چمن-بولدک لارې بندېدو ضد احتجاج کې د ګډون لپاره تللی وو.
نوموړي داسې مهال د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی چې امریکا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون پر بیا-ارزونه بوخته ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په بنو کې د ورکو کسانو د موندلو په موخه احتجاجي ناسته کړې. د فبرورۍ پر ۲۸مه احتجاجي کیمپ ته لسګونه کسان ورغلي ول او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې ورک کسان پیدا کړي او که ورباندې کوم تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین ناستې ته په وینا کې وویل چې د ورکو کسانو تر موندلو به هڅو ته دوام ورکوي. ده همداراز، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو فعالیتونو پر زیاتېدو هم اندېښنه وښووله. د پاکستان حکومت وايي، د خلکو د ورکولو پر ضد یې قانوني مسوده جوړه کړې. Читать дальше...