د ننګرهار د رسنیو د دفتر مسوولین وایي چې نن (د مارچ پر دويېمه نېټه) مازیګر شاوخوا څلورنیمې بجې په دوه پېښو کې د انعکاس ټلیويژن د ډبنګ یا دوبلې څانګې درې ښځینه کارکوونکي د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې او یوه مېرمن چې عامه وګړې ده، ټپي ده. که څه هم چارواکي طالبان پړ بولي خو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د ۲۰۱۱ ز کال په نومبر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ په هکله د اپټا په نوم يو تړون لاسلیک شوی و چې له مخې يې افغانستان هندوستان ته او پاکستان د منخنۍ اسیا څلورو هيوادونو ته خپل سوداګریز توکي لېږدول.
د ننګرهار د رسنیو د دفتر مسوولین وایي چې د مارچ پر دويېمه نېټه مازیګر شاوخوا څلورنیمې بجې په دواړه پېښې شوې دي.
له ټول پاکستانه اسلام اباد ته ورغليو د پولیو وایرس ضد کارکوونکيو احتجاج پېل کړی دی.نور په دې ویډیويي راپور کې.
تر ټولو سخته سيالي د اسلام اباد لپاره پر ځانګړې شوې چوکۍ ده چې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد امېدوار یوسف رضا ګېلاني او د واکمن تحريک انصاف هغه د دې هېواد د خزانې وزير حفيظ شېخ دی.
د سوات په ګبين جبه کې د خيبر پښتونخوا سيلګرۍ محکمې لخوا درې ورځنی ميله پیل شوې ده. چارواکي وايي، پخوا ورته د تګ وسيلې د نيشت برابرې وې خو اوس يې ورته سړک پوخ کړی دی.د ميلې د پېښور په ګډون د صوبې له نورو برخو خلک ورغلي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغانستان او ترکیې د اړیکو د ۱۰۰ کلونو پوره کېدو په مناسبت د افغانستان په سوله کې د ترکیې نقش مهم بللی دی.
نبيل د ۱۶ کلن وو چې په ۲۰۱۶ م کال کې وروسته له هغه ونيول شو چې بلوه ګرو مذهب ته په سپکاوي تورن کړ.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سيند چيف سيکريټري ته امر کړی وو چې علي وزير دې په ټاکنو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولېږي.