په قبايلي ضلعو په تېره بيا په شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او نږدې هر ځل د دغسې پېښو پرضد ځايي خلک پرلت وهي يا مظاهره کوي. د دې تازه مثال د بنو په جانېخيلو کې د څلورو ځوانانو د وژل کېدو پرضد د ځايی خلکو پرلت دی. خو پر ټولنيزو رسنيو د قبايلي سيمو فعالين دا شکايت کوي چې د دوی په سيمو کې رامنځ ته کېدونکيو پېښو ته د پاکستان ميډیا په خپرونو کې پراخ ځای نه ورکوي. د دې لاملونه څه دي؟ د مشال تر رڼا لاندې کې هم دا موضوع څېړل شوې ده.
افغان طالبان وايي، د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه وروستۍ پرېکړه به په قطر کې د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو په خبرو کې کېږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې پرون ماښام (مارچ ۲۳مه) ماښام له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې. د مجاهد څرګندونې د هغو راپور په غبرګون کې وې چې وايي، ولسمشر اشرف غني به د له وخته مخکې انتخاباتو مسئله د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په ترکیه کې په جوړېدونکې غونډه کې وړاندې کړي. د ولسمشر دفتر یوه جګپوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل... Читать дальше...
وزیراعظم مودي لیکلي دي چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه هند د پاکستان له ولس سره د ښه اړیکو خواهش لري او د دې لپاره له ترهه ګرۍ او تربګنۍ نه پاک او باوري چاپېریال مهم دی.
په پاکستان کې د کورونا وبا د مخنیوي لپاره بندیزونه لا ډېر کړي دي او په ځینو سیمو کې یې تعلیمي ادارې تړلې دي. د خیبر پښتونخوا په اتو ضلعو کې هم سکولونه تړل شوي دي. استادان او کارپوهان وايي د وبا له کبله زده کړو ته ډېر زیان رسېدلی دی. د کرښې پر غاړه خپرونه کې پرې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
د بلوچستان په چمن ښار کې په یوه بمي چاودنه کي د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي. پېښه تېر ماښام (مارچ ۲۳مه) هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د پوليسو يو موټر د ښار پر تاج سړک د لېويز مرکز له مخ سره تېرېدی. د قلعه عبدالله ضلعې ډپټي کمیشنر طارق جاوید مېنګل مشال راډیو ته ویلي چې له لومړنيو پلټنو داسې برېښي چې چاودنه په ریمورټ کنټرول شوې ده. دی زیاتوي چې باروت په یوه موټر سايکل کې اېښودل شوي وو. د چاودنې په نتيجه کې د پولیسو پر موټر سربېره ځينو نورو موټرانو ته هم زيان اوښتی دی... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (مارچ ۲۴مه) د دغه هېواد په نيمروز ولايت کې کمال خان بند پرانيست. د اوبو دغه لوی بند نيمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې جوړ شوی دی. ولسمشر غني د کمال خان بند پرانیست غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې دا د افغانستان لپاره حیاتي دی او په دې سره به نیمروز له نوې سره ورغول شي. ده وویل: "ویاړم چې د افغانانو د پېړیو هیله نن په سترګو ګورو، خو لومړی باید اوبه په مؤثره توګه مدیریت کړو، نن موږ اوبه ضایع کوو، خو باید د قطره یي اوبو مدیریت رامنځته کړو چې قیمت یې له تېلو لوړ... Читать дальше...