د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان په سېنېټ کې د شوو ټاکنو په مهال د اکثریت غړو حکومتي کانديد صادق سنجراني د مشرانو جرګې يا اېوان بالا مشر ټاکلی وو. د هغه مقابله د اپوزیشن اتحاد پاکستان جمهوري تحريږ امېدوار سيد يوسف رضا ګيلاني سره وه. په سېنېټ کې د پي ډي اېم د غړو شمېر زيات دی چې ۵۱ جوړېږي او حکومت او اتحاديان يې بیا ۴۸ غړي لري خو چې کله انتخابات وشول نو د اکثريت لرلو سربېره يوسف رضا ګېلاني وبایله او صادق سنجراني وګټله. صادقسنجراني ۴۸ او یوسف رضا ګيلاني ۴۲ رايې اخیستې وي او رېټرننګ افسر د اپوزیشن کانديد ۷ رايې رد کړې وې. Читать дальше...
د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې د جاسوسي ادارې (اين ډي ايس) ځواکونو ۱۹ تنه د هدفي وژنو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو په تور نيولي دي. د ننګرهار چارواکو نیول شوي کسان د مارچ په ۱۴ مه نېټه د اين ډي ایس يا ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول او ادعا یې وکړي چې هغوی سره یې چاوديدونکي مواد هم نيولي دي. په دې موقع د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل وويل: ((په نيول شويو کسانو کې ۴ تنه د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې غړي دي چې د مولوي حبیب الله چې په قاري خالد مشهور دی، اړوند کسان... Читать дальше...
د امریکا ایوان نمايندګان د بیلاروس له حکومته غوښتنه کړې چې بلاګ ليکونکی، اېهار لوسېک دې ژر تر ژره خوشې کړي. لوسېک بلاګ ليکونکی او د ازادي اروپا راډيو همکار دی. په ايوان نمانيدګان کې د ډيموکرېټ او ريپبلیکن دواړو ګوندونو په غړیو مشتمل د ټام لانټوس بشري حقونو کمیشن د بیلاروس په خپل بيان کې ويلي چې د لوسېک تر څنګ دې نور سیاسی قيدیان هم پرېښودل شي. د مارچ په ۱۳مه په يو بیان کې د ټام لانتوس بشري حقونو د کمیشن شریکو مشرانو د ډيموکرېټ ګوند د کانګرس غړي جيمز مييک ګورن او ريپبلکن کرسټوفر سميت ويلي چې له... Читать дальше...
پاکستان جمهوري تحریک د سېنېټ د مشر او مرستیال لپاره په شوو ټاکنو کې تر ماتې وروسته د کړنلارې جوړولو لپاره د مارچ په ۱۶مه غونډه رابللې. د پاکستانیو رسنیو په وینا، تمه ده چې له څو اپوزیشن ګوندونو څخه جوړ د دې تحریک په دې غونډه کې به د حکومت پرضد د روانې میاشتې له ۲۶مې د اعلان شوي لانګ مارچ او له اسمبلیو د استعفا په اړه هم بحث وشي. دا له هغه وروسته ده چې د مارچ په ۱۲مه شوو، د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکلو په انتخاباتو کې د پاکستان جمهوري تحریک نوماندانو له حکومتي امېدوارانو څخه ماته وخوړه. ... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د مارچ په ۱۳مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې افغان حکومت تیار دی چې دې غونډو ته خپل پلاوي ولېږي خو د ده په وینا لا هم په دې غونډو کې د ګډونوالو کچه نده معلومه. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د روغې جوړې عالي شورا پر دې کار کوي چې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډون کچه معلومه کړي. د روس بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې په مسکو کې به د افغانستان په اړه غونډه د مارچ په اتلسمه کېږي. د راپورونو ترمخه د ترکیې په استنبول کې به بله غونډه د مارچ په ۲۷ وشي. Читать дальше...
د خوست د لکڼو اړوند د سرکي بوړيو په غریزه سیمه کې د زده کوونکو لپاره درې پوړيزه ودانۍ جوړه شوه. د دې سيمې هلکانو او نجونو له دې مخکې تر ګورګورو لاندې په ازاده فضا کې زده کړې کولې. په خوست کې تېر يو کال کې د ۱۱۶ ښوونځیو لپاره لويې او وړې ودانۍ جوړې شوي، خو د مسوولینو په وینا لا هم د دې ولایت ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري. نور حال په ويډيويي راپور کې.