موږ یوازې جمهوریت غواړو. ډېموکراسي هغه څه دي چې موږ یې اوس اړتیا لرو. موږ ورته ځکه ضرورت لرو چې خلک مري. [ملګري ملتونه] باید زموږ مرسته وکړي او زموږ غږ واوري
شاهد خاقان عباسي تور پورې کړی چې وزیراعظم او د سېنټ پخوانی چېرمېن صادق سنځراڼی د دې کمېرو په لګولو کې لاس لري.
پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بولي او وايي چې په ترکیه او روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکو غونډو هرکلی کوي.
پي ټي اې دا ګام د مارچ پر ۱۱مه د پېښور هايکورټ له امر وروسته پورته کړ او ټولو انټرنېټ رسوونکو کمپنيانو ته يې په سمدستي توګه د ټيک ټاک اېپ بندولو لارښوونه وکړه.
په امریکا کې یو ناحکومتي سازمان، فیډېنګ امریکا وايي، د هغه هېواد له شپږو وګړو څخه یې یو صحي او محفوظه خوړو ته لاسرسی نه لري. د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ډېری خلک بېروزګاره شول او له لوږې سره مخامخ دي. همدا لامل دی چې له پلازمېنې واشنګټن ډي سي سره نېږدې یو اسلامي مرکز بېوزله خلکو ته وړیا خواړه ورکوي. پر دې موضوع د امریکا غږ ویډیويي رپورټ وګورئ.