د خیبر پښتونخوا د بنو له ښاره ۲۵ کيلوميټره ليري پرته، جانیخېل سيمه چې ځايياوسېدونکي یې د خپل ګړدود له مخې ځوني خېل بولي، له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې د وسله والو تر کنټرول لاندې وه. په دې سيمه کې د وزیر اتمانزو قبیلې جانیخېل قام دېره دی ځکه په همدې نامه یادېږي. هسې خو جانیخېل له پخوا څخه د بدامنۍ له وجې په خبرونو کې يادېدله خو دې سیمې د مارچ له ۲۱مې ډېر نوم پېدا کړ. د دې وجه د هغو وژل شوو څلورو ماشومانو مړي وو چې په دغه ورځ وموندل شول. دا هلکان شل ورځې مخکې تری تم شوي وو او نامعلومو کسانو تر وژلو وروسته په يو خوړ کې ښخ کړي وو. Читать дальше...
په ډيره اسماعيل خان کې د جيپونو د ځغل درې ورځنۍ سيالي پای ته ورسېده. دا لومړی ځل وو چې په ياده سيمه کې د جيپونو د ځغل مقابلې وشوې چې پکې نېږدې ۱۰۰ جيپ ځغلوونکو برخه اخيستې وه. د ښځو د برخې سيالي د کراچۍ تشنا پټېل او د سړو د برخې هغه د پنجاب صاحبزاده سلطان وکټله. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.
د مارچ پر ۲۸مه په خوست کې زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ او له حکومت او نړیوالو يې وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو په لاسته راوړنو دې معاملې نه کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د خوګیاڼي په خبره، په سږنۍ دغه دودیزه مېله او مشاعره کې به د مشاعرې ترڅنګ به دودیزې فرهنګي او ټولنیزې نندارې، د سندرغاړو کنسرتونه او د تیاتر نندارې هم وړاندې شي.
د دې هېواد ملي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر چې د ۲۶ ښارونو نومونه خپاره کړل چې پکې د کورونا وايرس د خپرېدو شرح اته فيصده ده، په هغو کې زیاتره ښارونه په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې ول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه ـ استانبول کنفرانس په دویمه ورځ دې غونډې ته په وېنا کې يو ځل بيا د ټاکنو له لارې د واک په ليږد ټینګار وکړ. ولسمشرغني د تاجکستان په مرکز، دوشنبې کې روانې دې غونډه کې وویل افغانان سوله غواړي خو داسې سوله چې وینه توېیدل د تل لپاره ودروي. هغه د سولې بهیر په اړه وويل چې په دريوو مرحلو کې ترسره کېدای شي. د هغه په وېنا لومړی بايد د سولې داسې هوکړه وشي چې لویه جرګه یې تایید کړي. په دوهم پړاو کې داسې اوربند پکار دی چې نړيوال ضمانت او څارنه ولري. د هغه په خبره... Читать дальше...
دوی له خلکو غواړي هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نېږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي.
د پاکستان ولسمشر ډاکټر محمد عارف علوي او د دفاع وزير پروېز خټک په کورونا ناورغۍ اخته شوي دي. ولسمشر او دفاع وزير دواړو د مارچ پر ۲۹مه په جلا جلا ډول پر ټويټر پاڼو ليکليچې د دوی د ټيسټ نتیجې مثبتې راغلې نو ځکه یې ځان له نورو خلکو يوازې کړی دی. دوی په ولس غږ کړی چې دا ناروغي جدي واخلي او د مخنيوي په احتياطي تدابيرو يې عمل وکړي. دوی دواړو د مارچ په ۲۵مه د پاکستان ورځې په مناسبت شوې دستوره کې ګډون کړی وو. هلته د پوځ مشر او نور چارواکيهم موجود وو. د هغوی د کورونا وایرس ټيسټ په اړه څه نه دې ويل شوي. Читать дальше...
د افغانستان د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو قومي مشرانو د د مارچ پر ۲۸مه د خیبر ضلعې له قومي مشرانو سره په لواړګې کې جرګه کړې ده. دوي وویل چې د ډیورنډ دواړو غاړو ته اباد پښتانه قبایل په تورخم کې د بندیزونو له امله له یو لړ مشکلاتو سره مخ دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.