د مارچ پر ۳۰مه د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره د فخر افغان باچا خان کمپلکس په انګړ کې د افغانستان د ملي راډيو ټېلیويزیون ادارې او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه جوړه کړې وه. دې مشاعرې کې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره د یو شمېر ولایتونو او له خیبر پښتونخوا څخه ګڼو شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی وو. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
په پاکستان کې د کورونا وایرس مخ په زیاتېدونکو کېسونو ته په کتو عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی چې سياسي جلسې ودروي. د دې ګوند مرکزي وياند، زاهد خان د مارچ په ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا پرېکړه یې د خلکو د حفاظت لپاره کړې. خو نوموړي پر حکومت هم غږ وکړ چې خپلې لارښوونې دې پر خپلو وزیرانو او نورو چارواکو عملي کړي چې د غونډو له کولو لاس واخلي. زاهد خان زیاتوي: ((فی الحال مو د پارټۍ سرګرمۍ بندې کړي ځکه چې کورونا ډېره شوې ده. د کرونا خوریدل د حکومت ناکامي ده. یو خو دوي پخپله احتیاط نه کوي. وزیر اعظم... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې په تیر یو شوا روز کې ۷۸ کسان مړه شوي او څه د پاسه ۴۷۰۰ کسان پرې اخته شوي دي. د دې وایرس په اړه معلومات خپرونکيحکومتي ویبپاڼې تر مخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په ټول ملک کې د کورونا وایرسناروغانو شمېر له شپږو لکو او ۶۷ زرو اوښتی دی. همداراز ۱۴،۴۳۴ یېمړه کړي خو څه د پاسه شپږ لکه او درې زره ترې بېرته رغېدلي دي. کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو. د دې وایرس نښې سردرد، د بدن درد، زکام، تبه او د ستوني درد دی. Читать дальше...
د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزیرانو د افغان سولې په اړه په تاجکستان کې خبرې وکړي. شاه محمود قرېشي او حنيف اتمر د مارچ په ۳۰مه په دوشنبې ښار کې د جوړ شوي اسیا زړه - استنبول بهیر د غونډې په څنډه کې سره وليدل. د پاکستان حکومت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو خواوو د افغانستان په امن او نورو مسایلو خبرې کړې دي. د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت هم په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې ده. دوی ويلي په دې کتنه کې اتمر او قریشي د اسیا زړه - استانبول بهیر ناستې د قناعت وړ پایلو په اړه وغږيدل او "د افغانستان... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وبا د دريمې څپې د خپرېدو وروسته په دې هېواد کې د وايرس د مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات شوي دي. پنجاب او خيبر پښتونخوا هغه صوبې دي چې پکې د وايرس د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د خيبرپښتونخوا د وزيراعلی مشرۍ کې شوې غونډه کې د وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې له نورو صوبو سره د شنبې او يکشنبې پر ورځو د سوارلۍ ګاډو پر تګ راتګ بندېز لګول شوی دی. د دې ترڅنګ په ودونو هم پابندي لګول شوې او حکومت وار له مخه د مارچ پر ۱۶مه تعليمي ادارې بندې کړې. پوښتنه دا ده... Читать дальше...
دوی د مارچ پر ۳۱مه په یوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمیر ته په کتو دې، خوست ته د ۲نیم زره نویو ښوونکو د ګومارنې لپاره تشکیل ورکړل شي.
د پاکستان کابینې ډویژن د مارچ په دېرشمه خپاره کړي نوټیفیکېشن ترمخه د عبدالحفیظ شیخ پر ځای حماد اظهر د خزانې وفاقي وزیر ټاکل شوی. په ۲۰۱۸ کالې راغلي د پاکستان تحریک انصاف حکومت کې دا دوهم ځل دی چې د خزانې وزیر بدلېږي. تر دې مخکې اسد عمر له دې دندې ليری شوی وو. اپوزیشن ګوندونه د دې وجه د حکومت ناکامې اقتصادي پالیسيانې بولي. د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر امیر حېدر خان هوتي د مارچ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل له دې معلومېږي چې د تحريک انصاف حکومت سم نه دی روان. ((د اسد عمر د ليري کولو یا حفیظ شېخ... Читать дальше...
دې مشاعرې کې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره د یو شمېر ولایتونو او له خیبر پښتونخوا څخه ګڼو شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
په پېښور کې د مارچ پر ۳۰مه د یو شمېر روغتونونو نرسانې ټولنې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره احتجاجي مظاهره وکړه. هغوی د صوبايي حکومت پر ضد نارې وهلې او غوښتنه یې کول چې دوی ته دې هم د نورو صوبو د نرسانو غوندې اسانتیاوې او مراعات ورکړل شي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.