په برما کې د فېبرورۍ مياشتې له پوځي کودتا وروسته په لومړيو دوو مياشتو کې لږ تر لږه ۵۲۱ کودتا ضد مظاهرچيان وژل شوي او تر ۲۶۰۰ زيات زنداني کړل شوي دي. د پوځي کودتا خلاف او د ولسي حکومت د بيا بحالۍ لپاره د برما په بېلا بېلو ښارونو کې هره ورځ مظاهرې کېږي. ويډيو: اسوشيېټيډ پرېس.
ددې سیمې خلک وايي، له دې مخکې د شمل دوه منده، المرې او نادرشاه کوټ ټولې اوبه په دوی راتلې او ډول، ډول ستونزې به يې ورته جوړولې.
د مشال راډيو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو سندرغاړی مدثر زمان مېلمه کړی وو. نوموړی د کرکټ تکړه لوبغاړی پاتې شوی، د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېدلی او اوسمهال په پېښور کې يوه اېف اېم راډيو ته پر کلتوري او ټولنيزو موضوعاتو خپرونې جوړوي. د زمان د سندرو او کرکټ لوبې په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
چيف جسټس قیصر رشيد پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ ته حکم ورکړ چې پر ټيک ټاک دې د غيراخلاقي او غير قانوني موادو د خپرېدو مخه ونيسي.
په کوټه کي د سرکاري ملازمينو احتجاجي پرلت روان دی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې په تنخواګانو کې دې ورله ۲۵ فيصده زياتې کړي، خو چارواکي وايي، ژر به د متاثرينو ستونزې هوارې کړي. نور حال په دې ويډيو راپور کې.