د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویې ویل چې دغه پوځیان به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي خو له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل به څه پايله ولري؟ دا پوښتنه مو د کابل ښار له يو شمېر اوسيدونکو کړې
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د تحریک لبیک ډلې د پلویانو قهرجنو مظاهرو، تاوتریخوالي او حکومتي غبرګون موضوع څېړلې. د اپرېل پر ۱۴مه، حکومت پر دې ډلې د بندیز لګولو پرېکړه اعلان کړه او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل چې پر دې موضوع کابینې ته لیک استوي. حکومت دا اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د تحریک لبیک ډلې پلویانو د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او لویې لارې یې وتړلې. پر دې مهال د پولیسو او د مظاهره چیانو د اخ و ډب پېښې هم وشوې. د دې بحث ګډونوال د پېښور پوهنتون... Читать дальше...
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ښوونځیو څخه ۶ يې د نوري فایبر له انټرنیټي سیستم سره هم وصل کړي، تر څو زده کوونکي د خپلو مالوماتو د ډېرولو لپاره له ویب سایټونو ګټه واخلي.
دوی وایي چې پرته له تورخمه پر ډیورنډ کرښه د تلو راتلو په نورو ټولو دروازو کې خلک په تذکرو باندې تګ راتګ کوي چې په خبره یې باید دا چاره په تورخم کې هم عملي شي.
د مشال رېډيو خبريال وايې چې د پنجاب پوليسو چارواکو وېلي دي چې په سېشنبه په لاهور کې د تحريک لبېک له کارکنانو سره يې په نښتو کې يو پوليس چارواکی مړ او لږ تر لږه ۴۰ ژوبل شوي دي.
د اپريل پر ۱۱مه له پېښوره خپرېدونکې مشرق ورځپاڼې په يو خبر کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان په حواله وويل چې نوموړي په دې ښار کې د يادې پروژې د پيل اعلان کړی دی.
د ولسمشر جو بایډن دغه پرېکړه به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.
په پاکستان کې د اپرېل پر ۱۴مه لومړۍ روژه ده خو د کورونا وبا درېیمې څپې او ورسره ګراني چارواکي، کاروباریان او عادي وګړي له مشکل سره مخامخ کړي دي. د روغتيا په برخه کې د دې هېواد د وزيراعظم سلاکار فیصل سلطان ويلي د کورونا وبا اوسنۍ څپه تر پخوانيو هغو زوروره ده. بل خوا د دې هېواد د شمارياتو ادارې ويلي چې د تېرو مياشتو په پرتله په مارچ مياشت کې ګرانه زياته شوې وه. ويډيو: اسوشييټډ پرېس ايډيټ او رپورټ: عبدالحی کاکړ
افغان حکومت وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د جزیاتو په اړه نه غواړي نظر ورکړي.