د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې ریاستي ادارې د وسله والو ډلو په لاس د واڼه امنیت خرابوي. دا خبره نوموړي د اپرېل پر نهمه په ښار کې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر خوشې کولو لپاره جلسې ته په وینا کې وکړه. خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر دا تور ردوي. شوکت علي مشال راډیو ته وویل چې ځینې ځايي مشرانو د امن کمېټیو له غړو سره لیدلي ول. د ده په خبره، پوځي مشران وايي، د سیمې د امنیت ساتلو پوره توان لري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په برما کې د کودتا پرضد مظاهرو لړۍ دوام لري. په هغه هېواد کې امنيتي ځواکونو د اپرېل پر نهمه باګو ښار کې ۸۰ مظاهرچيان وژلي دي. پوځ د روان کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د انګ سان سوچي حکومت ړنګ کړ او واک يې واخست. له هغه راهيسې یې لږ تر لږه ۷۰۰ مظاهره چیان وژلي دي. ويډيو: اژانس فرانس پريس
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانکړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېر یو شواروز کې ۵۰۵۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.