د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د مانسهرې د اوګۍ کلي دی، خو له تېرو څو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا ايالت کې اوسي. ترک په مارچ کې پاکستان ته ولاړ، واده يې وکړ او اوسمهال د پېښور د موسيقارانو په مرسته نوې سندرې جوړوي. دی خوښ دی چې په کاناډا کې يې هم د هنر ملګري پيدا کړي او کنسرټونه کوي. د ترک خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په خای کې اورېدای شئ.
شیخ رشید پر خپله ټویټر پاڼه په خپل بیان کې ویلي چې دغه مذاکرات د پنجاب صوبایي حکومت کړي دي. دی وايي، تحریک لبیک ۱۹۲ ځایونه تړلي ول چې په هغوی کې د اتوار په ورځ (۱۸م اپرېل) حکومت ۱۹۱ ځایونه خلاص کړي دي.
بلینکین د اپرېل په ۱۸مه له اې بي سي ټيليويژن سره په مرکه کې وويل، واشنګټن باید په نورو مهمو مسلو لکه چين سره اړيکې، کوويډ-۱۹وبا او موسمېاتي بدلون باندې "خپله انرژي او وسايل" متمرکز کړي.