د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، که طالبان د کورنۍ جګړې د پیل هڅه وکړي، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د دې ډلې د مشرانو د ایستلو په ګډون به يې یو شمېر نورې غوښتنې هم ونه منل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یو ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی دی او له افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني سره يې لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه وويل چې له افغانستانه به يې پوځیان د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي. بلخوا افغان ولسمشر اشرف غني وایي، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن د پریکړې درناوی کوي. خو طالبانو بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی او وايي چې د دوحې د موافقې مطابق ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه په ټاکلي وخت ووځي. د امريکا دې اعلان په اړه زموږ همکار احمد الله په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه رحيم الله يوسفزی سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې له افغانستانه... Читать дальше...
یادې غوښتنې یو شمېر هغو کسانو مشال راډیو سره شریکې کړې، چې د شاه اسماعیل د رغول شوي لرغونې ابدې کتنې ته ورغلي ول.
افغان چارواکي وايي، له افغانستانه د ټولو بهرنيوو پوځيانو وتل د اندېښنې خبره ځکه نه ده چې اوسمهال ۹۶ فیصده عمليات افغان ځواکونه کوي او امریکا ورته ويلي چې مالي مرسته به یې جاري ساتي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا اعلان کړی چې د سپتمبر پر ۱۱مه به د دوی په مشرۍ د ناټو ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی او جګړه لا هم روانه ده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
دا لومړې ځل نه دې چې د تحريک لبیک پاکستان پلويان احتجاجونه کوي. تېر کال د نومبر پر ۱۵مه يادې ډلې د راولپېنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په فیض اباد کې احتجاجي پېل کړی وو او له حکومته يې غوښتل چې د فرانس سره دې سفارتي تعلقات ختم او د هغه هېواد سفير دې له پاکستانه وباسي.
د نړۍ په زياتره هېوادونو کې د اپرېل له ۱۳مې روژه پيل شوه. پر دې مهال په يو شمېر هېوادونو کې ځانګړي ترتيبات نيول شوي دي. احمد شاه اعظمي په مصر، فلسطين، سعودي عرب، انډونيزيا او ترکيه کې د روژې د مراسمو په اړه د اسوشيېټيډ پرېس اژانس له خپرو شويو ويډيوګانو څخه راپور جوړ کړی دی.
بایډن چارشنبه ناوخته وویل، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو موخه دا نه وه چې امریکايي پوځیان ۲۰ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې پاتې شي.